سامسُنګ کمپنۍ خپل یو بل پیاوړی او غوره ځانګړنې لرونکی ځیرک موبایل معرفي کړ. دغه ځیرک موبایل ګلکسي اېف۶۲ نومول شوی دی. دا د سامسُنګ کمپنۍ دویم ځیرک موبایل دی چې ۷۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې پیاوړې بېټرۍ لري او له ۲۵ واټ چټک چارج څخه هم ملاتړ کوي. دغه ځیرک موبایل به تر ټولو وړاندې هندوستان کې خرڅلاو ته وړاندې شي. ګلکسي اېف۶۲ کې ۶٫۷ انچه ستره انفېنېتي امولېډ پلس ډوله مخپاڼه ورکړل شوې ده، چې اېف اېچ ډي پلس ریزلوشن لري. دغه ځیرک موبایل کې خپله د سامسُنګ کمپنۍ اګزینوس۹۸۲۵ ډوله پروسېسر کارول شوی دی. دا هماغه پروسېسر دی چې له دې وړاندې ګلکسي نوټ۱۰ کې هم کارول شوی و. ګلکسي اېف۶۲ به ۶ او ۸ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا سره وړاندې شي، چې کاروونکي د میموري کارت په کارولو سره دغه وړتیا تر دې هم لوړولی شي. د دغه ځیرک موبایل ۶ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ ګېګابایټ فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه ۳۳۰ امریکايي ډالره او د ۸ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه ۳۵۸ امریکايي ډالره ټاکل شوې ده.