اوپو کمپنۍ د رېنو۵ لړۍ نوی ځیرک موبایل چې رېنو۵کې (Reno 5K) نومول شوی دی، خرڅلاو ته وړاندې کوي. دغه ځیرک موبایل ۶٫۴۳ انچه فول اېچ ډي پلس امولېډ ډوله مخپاڼه لري چې له ۹۰ هرتز ریفرېش رېټ څخه هم ملاتړ کوي. رېنو۵کې کې چې له ۵جي څخه هم ملاتړ کوي، د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن۷۵۰ جي ډوله پروسېسر، ۸/۱۲ ګېګابایټ رم او ۱۲۸/۲۵۶ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا ورکړل شوې او له میموري کارت څخه ملاتړ نه کوي. دغه ځیرک موبایل ۴۳۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ لري چې له ۶۵ واټ چټک چارج څخه د ملاتړ کولو وړتیا هم لري. شاتنۍ برخه کې څلور کامرې لري چې ۶۴ مېګاپکسله اصلي کامره، ۸ مېګاپکسله الټراوایډ اېنګل، ۲ مېګاپکسله مکرو او ۲ مېګاپکسله ډېپت سېنسر پکې شاملې دي. مخکینۍ برخه کې یوه ۳۲ مېګاپکسله وړتیا لرونکې سېلفي کامره هم لري. دغه ځیرک موبایل به تر ټولو وړاندې چین کې خرڅلاو ته وړاندې شي او د بیې په اړه يې تر اوسه څه نه دي ویل شوي.