د خلکو یوه منفي ځانګړنه چې د پرمختګ او بریا مخه یې نیسي، هغه لټي یا په وخت د کار نه تر سره کول دي. انسانان د بېلابېلو عواملو له مخې لکه: ټنبلۍ، د انګېزې نه درلودو، له همکار سره کینه کولو، د نورو په امر، لاسي او یا له دې کبله چې یو څوک یې ملاتړ کوي، خپل کار ته د بیرته راګرځېدو او نورو له کبله خپل کار په خپل وخت نه تر سره کوي. په وخت د کار نه تر سره کول، لامل یې که هر څه وي، فاعل ته یې ښه او مطلوبه پایله نه شي درلودی. د نړۍ په هېڅ ځای او هېڅ اداره کې به هغه کس چې کار په وخت نه تر سره کوي، ونه وینئ چې د آمر او رییس یې خوښ او یا هم د دې لېواله وي چې کار ته دې ادامه ورسره ورکړي. دغه ډول کسان ډېر لږ یې د ادارې پر موخو باندې فکر کوي او که دې موخو ته رسېدل ورته مهم وي، هر وخت خپل کار په وخت کوي او نه پرېږدي چې کار یې دې له ټاکلي وخت وځنډېږي.