هغه مرستندوی خواړه چې ماشوم ته د مور پر شيدو سربېره ورکول کېږي، باید حجم یې کم، خو د پوره کالورۍ درلودونکې وي؛ داسې چې پروټین او لازم ويټامینونه ولري.
خواړه باید د ماشوم عمر ته په کتو چمتو شي او نرموالی یې باید داسې وي چې ماشوم وکولای شي په خپلو اوریو باندې یې په اسانۍ سره میده کړای شي.
د مرستندویو خوړو ډول باید داسې وي چې د کورنۍ له عاداتو او د ماشوم له میل سره برابر وي. د ماشوم لپاره اضافي خواړه باید له داسې موادو برابر شي چې کورنۍ ورته په اسانۍ سره لاسرسی ولري، خو پاکوالی پکې شرط دی.
هغه خواړه چې په کور کې تیارېږي، د هغو په نسبت غوره دي چې له مخکې جوړ شوي او پرېس شوي وي. د ماشوم لپاره د مور پر شيدو سربېره هغه خواړه ښه او غوره دي چې په کور کې په خپل لاس تیار او جوړ شي.