هواوې کمپنۍ خپل نوې قاتېدونکې مخپاڼه لرونکی ځیرک موبایل چې مېټ اېکس۲ نومول شوی دی، معرفي کړ. دغه ځیرک موبایل یوه ۸ انچه ۲۴۸۰*۲۲۰۰ پکسله ریزلوشن لرونکې ستره او یوه ۶٫۴۵ انچه بهرنۍ مخپاڼه لري، چې دواړې مخپاڼې يې له ۹۰ هرتز ریفرېش رېټ څخه هم ملاتړ کوي. شاتنۍ برخه کې ۴ کامرې لري چې ۵۰ مېګاپکسله اصلي کامره، ۱۰اېکس پرېسکوپ لېنز، ۱۲ مېګاپکسله زوم او ۱۶ مېګاپکسله الټراوایډ اېنګل کامرې پکې شاملې دي. کوچنۍ مخپاڼه کې یوازې یوه کامره ورکړل شوې او د ګوتې نښې سېنسر د دغه ځیرک موبایل ښي اړخ کې ځای پر ځای شوې ده. مېټ اېکس۲ کې د هواوې کمپنۍ کېرن۹۰۰۰ پروسېسر، ۸ ګېګابایټ رم او ۲۵۶/۵۱۲ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا ورکړل شوې ده او له ۵جي څخه هم ملاتړ کوي. دغه ځیرک موبایل کې ۴۵۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ ورکړل شوې، چې له ۵۵ واټ چټک چارج څخه هم ملاتړ کوي. د ۲۵۶ ګېګابایټ فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه ۱۸۰۰۰ چینایي یوان او د ۵۱۲ ګېګابایټ فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه ۱۹۰۰۰ چینايي یوان ټاکل شوې ده او اوسمهال یوازې چین کې خرڅلاو ته وړاندې شوی دی.