اسوس کمپنۍ غواړي د مارچ په ۱۰مه د روګ فون۵ په نوم نوی ځیرک موبایل خرڅلاو ته وړاندې کړي او کېدای شي ۱۸ ګېګابایټ رم ولري. دغه ځیرک موبایل د ګېمونو لپاره ډیزاین شوی او له پیاوړي پروسېسر او رم سره خرڅلاو ته وړاندې کېږي. د افشا شویو معلوماتو پر بنسټ، دغه ځیرک موبایل به د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن۸۸۸ ډوله پروسېسر او ۱۲ ګېګابایټ رم سره خرڅلاو ته وړاندې شي. روګ فون۵ به ۶٫۷ انچه اېف اېچ ډي پلس ډوله مخپاڼه او ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼه ولري. داسې هم ویل کېږي چې د دغه ځیرک موبایل یوه ۱۶ ګېګابایټ رم او ۲۵۶ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼه هم ولري. دغه ځیرک موبایل کې ۶۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ ورکړل شوې او د مارچ په ۱۰مه به په مختلفو هېوادونو کې خرڅلاو ته وړاندې شي.