یکشنبه, مارچ 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

    فطرت: د پاکستان د برید له کبله تورخم کې ۳۰۰ میلیونه زیان اوښتی

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

  • نړۍ

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

    فطرت: د پاکستان د برید له کبله تورخم کې ۳۰۰ میلیونه زیان اوښتی

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

  • نړۍ

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي

مایکروسافټ

حشمت الله نوري

مارچ 8, 2021
in معلوماتي
0 0

د مایکروسافټ کمپنۍ چې د کمپیوټرونو لپاره پروګرامونه او سافټ ویرونه یا پوستغالي جوړوي، پنځه څلوېښت کلنه شوه. دې کمپنۍ د ۱۹۷۵ کال د اپرېل میاشتې په څلورمه نېټه په فعالیت پیل کړی. د دې کمپنۍ مشر بېل ګېټس Bill Gates نومېږي، چې د نړۍ په شتمنو کسانو کې راځي. هغه په ۲۰۱۴ کال کې د نړۍ تر ټولو شتمن کس و. مایکروسافټ په لومړیو کې د بېل ګېټس او پاول اېلن Paul Allen له لوري په ګډه رامنځته شوه. دې کمپنۍ ډېر مهم سافټ ویرونه جوړ کړي دي، چې د مایکروسافټ آفس بېلابېل ورژنونه، چلیز سیسټمونه او انټرنېټ اکسپلورر براوزر یې د بېلګو په توګه یادولای شو. د یادې کمپنۍ مرکزي دفتر د امریکا د متحده ایالتونو د پلازمېنې واشنګټن په رېډمونډ سیمه کې دی.

دا د امریکا د کمپیوټر جوړولو څو ملیتي کمپنۍ ده. مرکزي دفتر یې د امریکا د متحده ایالاتو په مرکز واشنګټن کې دی. دا په نړۍ کې د کمپیوټر د سافټ ویر جوړونې تر ټولو ستره کمپنۍ او مرکز دی.

مایکروسافت د کمپیوټر په نړۍ کې تر ټولو پېژندل شوی نوم دی، د وروستیو معلوماتو له مخې، په دې کمپنۍ کې ۱۱۲۶۸۹ کارکوونکي کار کوي. وروستۍ څېړنه ښيي چې یاده کمپنۍ په کال کې ۶۲ میلیارده ډالره ګټه لري، چې له دې ډلې یې ۱۸ میلیارده ډالره خالصه ګټه ده. د یادې کمپنۍ مایکروسافت وینډوز او آفیس تر ټولو ډېر پلورل کېږي. د دې کمپنۍ اصلي شعار په هر کور کې یو کمپیوټر دی. د لومړي ځل لپاره هم د همدې فکر پر بنسټ رامنځ ته شوه او تر نن پورې پر همدې شعار ولاړه کمپنۍ ده. دا دواړه محصوله وینډوز او آفیس د یادې کمپنۍ تر ټولو ستر تولیدات دي، چې ۹۰ سلنه ګټه یې له همدې دوو محصولاتو تر لاسه کوي.

د مایکروسافټ لومړی کار د ماشومتوب د وخت دوو همزولو بېل ګېتس او پل جي آلن پیل کړی دی. دوی په لومړي سر کې د پروګرام لیکلو له برنامو (Basic interpreters) کار پیل کړ. دوی له آلتایر کمپنۍ سره ډېر کار کاوه. وروسته وروسته د دوی کار چټک شو. دا دواړه ملګري وتوانېدل چې ځان ته یوه کمپنۍ جوړه کړي او د خپل شرکت سهام بازار ته وړاندې کړي. همدا چې د دوی د سهامو بیې لوړې شوې، یادې کمپنۍ یوازې ۱۲۰۰۰ میلیونران لرل. ۴ میلیاردران هم د یادو میليونرانو په سر کې ولاړ وو.

مایکروسافټ کمپنۍ یوازې سافټ ویر نه جوړوي، خو سافټ ویر د یادې کمپنۍ مهم تولید دی. سره له دې ځيرک ساعتونه، موبایل، لپټاپونه او په ډېرو برخو کې یې پانګونه کړې ده. دا کمپنۍ د کمپیوټر د سافټ ویر تر څنګ هارډویر هم جوړوي. د بېلګې په توګه، د لوبو ایکس باکسونه، زون باکس او نور هغه محصولات دي چې یاده کمپنۍ ډېره ګټه ترې پورته کوي. دا کمپنۍ له بېلو لارو د خپلو مشتریانو خیال ساتي، پر لیکه نړۍ ډېر اکونټونه د مشتریانو نظرونه ته لري، ټلویزیوني خپرونې چې مستقیم د دوی ویاندویان ګډون پکې کوي او همدارنګه د هغو مشتریانو لپاره چې ښکلې نظرونه ولري او د شرکت د نورو مشتریانو لپاره ګټور تمام شي؛ هم لري.

مایکروسافټ کمپنۍ په ۲۰۱۴ کال کې د موبایل جوړونې فنلندي شرکت نوکیا د ۷ نیم میلیاردو ډالرو په ارزښت واخیست. یاده کمپنۍ یې د لسو کلونو لپاره اخیستې ده، په دې شرط چې نوکیا نور نشي کولی نور په دې نامه تر لسو کلونو موبایل جوړ کړي. له همدې کبله مایکروسافټ دمګړۍ د موبایلونو په جوړولو پيل کړی دی، خو د ګوتو په شمار هېوادونو ته یې موبایلونه تللي دي.

پاول آلن او بېل ګېټس دواړه د ماشومتوب د وخت ملګري وو، دوی په ډېره مینه کمپیوټرونو ته پروګرامونه لیکل. دوی غوښتل چې ځان ته کسب او کار پیدا کړي. په ۱۹۷۵ کال کې میکرو شرکت د اتارې په نامه ځینې وسایل جوړ کړل، آلن متوجه شو چې دوی کولی شې دغه وسیلې ته پروګرام جوړ کړي، نو وروسته یې له بېل ګېټس سره اړیکه ټینګه کړه او دا موضوع یې وریاده کړه. وروسته په همدې کمپنۍ کې بېل ګېټس ژباړن مقرر شو او آلن د ورته وسایلو د جوړولو په برخه کې کار پیل کړ. دوی آتارې ته سافټ ویر جوړ کړ، هغه کامیاب شو او دوی پرېکړه وکړه چې پخپله د پروګرام د جوړولو یو مرکز جوړ کړي. د ۱۹۷۵ کال په اپریل کې مایکروسافټ کمپنۍ د بېل ګېټس په مدیریت جوړه شوه. د ۱۹۷۷ کال په اګسټ کې یې له یوه جاپاني شرکت سره هوکړه وکړه، په دې توګه یې خپل لومړنی مرکزي او نړیوال دفتر په جاپان کې پرانیست. وروسته په ۱۹۷۹ کال کې په واشنګټن کې خپل نوي مرکز ته ولاړل. مایکروسافټ خپل لومړنی عملیاتي سیستم زنیکس په ۱۹۸۰ کال کې بازار ته وړاندې کړ. وروسته یاده کمپنۍ د ځينو لاملونو له امله په مذاکراتو کې ماته شوه او د نوي سافټ ویر د جوړولو هڅه یې وکړه او سي پي ايم یې جوړ کړ.

کمپنۍ ورځ تر بلې مخ ته روانه وه، په ۱۹۹۵ کال کې یې د درېیم ورکس په همکارۍ د لوبتوکو د جوړولو کار پيل کړ، چې وروسته یې په همدې کال کې ۹۵ مایکروسافټ وینډوز جوړ کړ. همدا عملیاتي سیستم د دې سبب شو چې نور نو مایکروسافټ خلک د کمپیوټر او ټکنالوژۍ د ډګر سلطان وبولي. د نړۍ ډېرو هېوادونو نور نو وینډوز د خپل هېواد د رسمي عملیاتو سیستم په توګه وپېژانده. چین هم په همدې کال کې هغه د خپل رسمي عملیاتي سیستم په توګه ومانه. د همدې لسېزې په نیمايي کې بېل ګټس هڅه وکړه چې مایکروسافټ د انټرنېټ نړۍ ته د ننه کړي.

 دا کمپنۍ ورځ تر بلې مخکې روانه وه، پلورنځي ېې پراخېدل، دفترونه او نماینده‌ګۍ یې پراخېدې، کارکوونکي یې ورځ تر بلې شتمن کېدل او بالاخره په ۱۹۹۷ کال کې یې د ۹۷ وینډوز تر څنګ، انټرنېټ اکسپلورر هم بازار ته وړاندې کړ؛ خو د امریکا حکومت هغه د مخکینیو تړونونو نقض وباله او له دوی یې وغوښتل چې اکسپلورر له وینډوز سره یو ځای بازار ته وړاندې نه کړي. مایکروسافټ په همدې لړ کې هم خپل کارونه کول او هم یې کوښښ دا و چې له روسي لینوکس سره رقابت وکړي. وروسته وروسته ډېر داسې اسنادونه خپاره شول چې مایکروسافټ د لینکوس پر وړاندې ځينې ورانوونکي فعالیتونه هم تر سره کړي دي. دا اسنادونه د هالووین په نامه یادېږي.

د ۲۰۰۰ کال په اپرېل کې محکمې یو فرمان صادر کړ چې له مخې یې باید یاده کمپنۍ په دوو برخو وویشل شي، چې بیا د استناف محکمې ځينې حکمونه لرې کړل. مایکروسافټ په هېڅ قیمت خپله موخه نه پرېښوده. دوی په همدې شعار مخ ته روان وو، چې هر کور ته به کمپیوټر رسوي او په هر کور کې به کمپیوټر وي. په ۲۰۰۱ کال کې یې ایکس پي وینډوز جوړ کړ. دا نو هغه څه وو چې یادې کمپنۍ ته یې نوره پیاوړتیا هم ور وبښله. مایکروسافټ له دومره کارونو سره جوخت، له سوني، نینتندو او نورو کمپنیو سره هممهاله رقابت لاره او پر ایکس باکس یې میلیاردونه ډالره پانګونه وکړه.

اکس باکس د لوبتوکي په ۲۰۰۵ کال کې د سوني له پلي استيشن وروسته دویم پلور درلود. په دې توګه یې ننتندو ماته کړه؛ خو په نړیوالو بازارنو کې له دواړو شاته وه، په هغه کال سوني ۱۰۰ میلیونه دستاګاوې پلورلې وې، خو مایکروسافټ بیا یوازې ۲۲ میلیونه پلورلې وې.

مایکروسافټ تل د قانون له اړو دوړو سره په کش او ګیر کې وه، څو ځله امریکايي محکمو میلیونونه ډالره جریمه کړې او څو ځله له امریکا بهر نورو محکمو هم پرې جریمې وضعه کړې دي. په ۲۰۰۴ کال کې اروپايي ټولنې له مایکروسافټ شکایت وکړ چې پر بنسټ یې مایکروسافټ کمپنۍ ۶۱۳ میلیونه ډالره جریمه شوه. دوی وغوښتل چې له جریمې سره دې دا ژمنه وکړي چې د نورو کمپنیو پښې به نه وهي او تر څنګ به یې د وینډوز داسې نسخه جوړوي چې میډیا پلیر ونه لري.

مایکروسافت کمپنۍ له دومره اړو دوړو بریالۍ را وتلې او نن د ټکنالوژۍ د نړۍ پېژندل شوی نوم دی. دوی خپله دا ژمنه پوره کړې چې تر هر کوره یې کمپیوټر ورساوه، نن هر هغه کور چې برېښنا ته لاسرسی لري او د سواد پر ګاڼه سمبال ده، کمپیوټر لري. مایکروسافټ د دې تر څنګ ډېر نور کارونه هم کوي. د موبایل جوړول، د لپټاپونو جوړول، د ګیم اکیس باکسونه او سافټ ویرونه.

د مایکروسافټ کمپنۍ کارکوونکي ډېرې اسانتیاوې لري او د یادې کمپنۍ په سلګونه کارکوونکي میلیونران دي.

مایکروسافټ په ځانګړې توګه بېل ګېټس د ډېرو خیریه موسسو تر شا ولاړ دی، د پولیو پر ضد کمپاین کې تر ټولو ستره ونډه د بېل کېټس ده.

د مایکروسافټ وېبپاڼه د نړۍ په هغو پاڼو کې راځي چې تر ټولو ډېر کتونکي لري. د وروستیو شمېرو له مخې، په ورځ کې  څه باندې ۱۰۰ میلیونه کسان دا پاڼه ګوري چې ډېرو ته شاید دا خبره د باور وړ نه وي؛ خو دا یو حقیقت دی. یوه خبره چې د یادولو وړ ده، یاده وېبپاڼه پر ډېرو ژبو معلومات لري، خو په دری او پښتو یې خپل معلومات نه دي شریک کړي.
د امریکا متحده ایالاتو کې د نړۍ د شتمنو کسانو شمېر زیات دی او دا مهال ۴۹۲ میلیاردران په دې هېواد کې ژوند کوي. په چین کې ۱۵۲ او روسیه کې ۱۱ میلیاردران دي.

Share4Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

مارچ 8, 2026

امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

مارچ 8, 2026

هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

مارچ 8, 2026

فطرت: د پاکستان د برید له کبله تورخم کې ۳۰۰ میلیونه زیان اوښتی

مارچ 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In