په شین چای کې شته انتي اکسیدونه، پولي فینول او کافین د عمومي روغتیا لپاره ډېر ګټور دي. پر دې سربېره، شین چای د انسان پوټکی او ویښتان هم روغ او تازه ساتي. شین چای پوستکی ژر زړښت ته نه پرېږدي. هغوی چې شین چای څښي، پوستکی يې ځوان وي او ژر نه ګونځې کېږي. په شین چای کې شته انتي اکسایدونه له زړښت سره مبارزه کوي. شین چای د باکتریا ضد خصوصیات لري. شین چای د مخ تور داغونه له منځه وړي او مخ ته ښکلا ورکوي. د مخ باکتریاوې هم وژني او د مخ پوټکی روغ ساتي. یوه پیاله شین چای تیار کړئ، کله مو چې ویښتان پرېمنځل؛ د شنه چای نم ورکړئ. دغه څه مو ویښتانو ته ښکلا او ځانګړی بوی هم ورکوي. له دې وړاندې ځینې کسان په دې اند وو چې ګواکې شین چای د انسان پوستکی وچوي، خو اوس څېړنو ثابته کړې ده، چې شین چای د پوستکي له ښایست سره مرسته کوي.