شیاومي کمپنۍ د رېډمي پیاوړو ځیرکو موبایلونو د لړۍ درې نوي پیاوړي ځيرک موبایلونه معرفي کړل. دغه ځيرک موبایلونه ۶٫۶۷ انچه امولېډ ډوله ۱۲۰ هرتز ریفرېش رېټ او ۳۶۰ هرتز ټچ سمپلېنګ څخه ملاتړ کوونکې مخپاڼې لري. دریو واړو ځیرکو موبایلونو کې ۴۵۲۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ ورکړل شوې، چې له ۳۳ واټ چټک چارج څخه هم ملاتړ کوي او شیاومي کمپنۍ ادعا کوي چې دغه ځیرک موبایلونه یوازې ۵۲ دقېقو کې ٪۱۰۰ چارجېږي.
رېډمي کې۴۰
دغه ځیرک موبایل کې د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن۸۷۰ ډوله پروسېسر او اډرینو۶۵۰ ډوله ګرافېکس کارول شوی دی. رېډمي کې۴۰ به ۶/۸/۱۲ ګېګابایټ رم او ۱۲۸/۲۵۶ ګېګابایټ وړتیا لرونکې بڼې ولري.
کې۴۰ پرو
کې۴۰ پرو به د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن۸۸۸ ډوله پروسېسر او ۶/۸ ګېګابایټ رم او ۱۲۸/۲۵۶ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا ولري. کې۴۰ پرو کې ۱۲ ګېګابایټ رم لرونکې بڼه نه ده ورکړل شوې.
رېډمي کې۴۰ پرو پلس
دغه ځیرک موبایل د نورو په پرتله تر ټولو پیاوړې ۱۰۸ مېګاپکسله کامره لري. له دې سربېره ۸ مېګاپکسله الټراوایډ اېنګل او ۵ مېګاپکسله ټېلې فوټو کامرې هم لري. مخکینۍ برخه کې ۲۰ مېګاپکسله وړتیا لرونکې سېلفي کامره هم لري.