ریالمي کمپنۍ چې غوره ځانګړنو او ارزان بیه لرونکو ځیرکو موبایلونو خرڅولو له امله ځانګړی شهرت لري، تازه خپل نوی ارزان بیه ځیرک موبایل معرفي کړ. دغه ځیرک موبایل کې د مېډیاټېک هېلیو جي۳۵ ډوله پروسېسر کارول شوی او ۶٫۵ انچه اېچ ډي پلس ډوله مخپاڼه لري. د ګوتې نښې سېنسر شاتنۍ برخه کې ورکړل شوی او ۵۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ لري، چې ریورس چارجېنګ څخه هم ملاتړ کوي. دغه ځیرک موبایل چې ریالمي سي۲۱ نومول شوی دی او د ۳ ګېګابایټ رم او ۳۲ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لري، کاروونکي د میموري کارت له لارې د فایل ثبتونې وړتیا ۲۵۶ ګېګابایټ ته لوړولی شي. شاتنۍ برخه کې درې کامرې لري چې ۱۲ مېګاپکسله اصلي کامره، ۲ مېګاپکسله مکرو او ۲ مېګاپکسله مونوکروم کامرې پکې شاملې دي. مخکینۍ برخه کې ۵ مېګاپکسله وړتیا لرونکې سېلفي کامره هم لري. د دغه ځیرک موبایل بیه ۱۲۰ امریکايي ډالره ټاکل شوې ده.