د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي، په وروستیو کې د ورښتونو د کمېدو له کبله سيندونو ته د بهېدونکو اوبو کچه ۶۲ سلنه را کمه شوې ده.
د دغه وزارت مرستیال خان محمد تکل پرون د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته وویل چې وروستۍ وچکالۍ نه يوازې دا چې د اوبو سطحه ټيټه کړې، سيندونو ته د بهېدونکو اوبو کچه يې هم راکمه کړې ده.
نوموړي وويل: «کوم ارقام چې موږ د تېر کال په لړ کې له ټولو سیندونو راټول کړي دي ښيي، هغه اوبه چې سیندونو ته لوېږي، په سلو کې ۶۲ سلنه کمې شوې او دا ستونزه په ټولو هغو حوزو کې ده چې سیندونه پکې موجود دي».
د اوبو د کچې ټيټوالی، په ښارونو کې د نفوس زیاتېدل، وچکالي او د بندونو جوړولو ته نه پاملرنه هغه عوامل دي چې په اړه يې د ځواب ویلو لپاره د کلیو او پراختیا، اوبو او برېښنا او د کرنې او مالدارۍ وزارتونو چارواکي ولسي جرګې ته غوښتل شوي وو.
د ولسي جرګې د غړو په خبره، د هېواد ۲۰ ولایتونه له سختې وچکالۍ سره مخ دي.
د دې جرګې غړې عزیزې جلیس وویل، د وچکالۍ له امله زیاتره څړځایونه وچ شوي او د کلیو خلکو هم ښارونو ته مخه کړې ده.
د ولسي جرګې غړي په داسې حال کې د وچکالۍ او اوبو د کمښت له امله اندېښنه ښيي چې له دې وړاندې پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم ویلي وو چې ۱۳ میلیونه افغانان له وچکالۍ اغېزمن شوي دي.
په ورته وخت کې د کلیو د پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي وویل چې دغه وزارت په ياده برخه کې د خلکو ستونزو ته د رسېدنې لپاره يو لړ پروګرامونه پيل کړي دي.
ده زیاته کړه: «د ۳۸ نیمه ژورو او د ۱۳۶ ژورو څاه ګانو د کېندنې، د اوبو رسونې د ۱۶۴ شبکو د جوړولو او د اوبو د ۱۲ بابه ذخیرو د جوړولو کار دوام لري چې د روان کال تر پایه پورې به بشپړې شي».
ښاغلي کریمي زیاته کړه، په هغو سیمو کې چې د اوبو د کمښت ستونزه موجوده ده، هلته د ټانکرونو په وسیله خلکو ته پاکې اوبه رسول کېږي.
بل خوا د کرنې او مالدارۍ وزارت سرپرست حشمت الله غفوري وايي چې په ۱۵ هغو ولایتونو کې چې د وچکالۍ له امله ډېر زیانمن شوي، ۲۰ زره ټنه حیواني غذايي مواد په دریو مرحلو کې وېشل کېږي.
نوموړي دا شان وویل چې ۱۰۶ زره ټنه غنم به هم د دغو ولایتو په خلکو ووېشل شي.
په داسې حال کې چې د يادو وزارتونو چارواکي د اوبو او خوراکي توکو د کمښت په برخه کې د خلکو د ستونزو د هواري خبره کوي، خو د ولسي جرګې يو شمېر غړي بیا وايي چې له دې وړاندې هم چارواکو ورته ژمنې کړې، خو عملي شوې نه دي.