ونپلس کمپنۍ د ونپلس لړۍ نوي ځیرک موبایل د معرفي کېدو نېټې په اړه معلومات ورکړل. دغه ځیرک موبایل چې ونپلس۹ نومول شوی دی، د مارچ په ۲۳مه به کاروونکو ته معرفي شي. ونپلس کمپنۍ په رسمي ډول دغه نېټه تاییده کړې او دغه غونډه به د افغانستان په وخت ماښام ۶:۳۰ بجې پیل شي. ونپلس کمپنۍ په دې غونډه کې د ونپلس۹ درې ځیرک موبایلونه چې ونپلس۹، ونپلس۹ پرو او ونپلس۹ ار نومول شوي دي، کاروونکو ته معرفي کړي. ونپلس۹ ار به منځنۍ وړتیا لرونکی ځیرک موبایل وي او ۸ ګېګابایټ رم او ۵۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ سره به خرڅلاو ته وړاندې شي. ونپلس۹ او ونپلس۹ پرو به ۱۲۰ هرتز ریفرش رېټ او د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن۸۸۸ ډوله پیاوړی پروسېسر ولري. دې غونډه کې به ونپلس کمپنۍ خپل یو ځیرک ساعت هم معرفي کړي.