ژوند سیند ته ورته دی، چې روان وي او شاته نه راګوري. څومره چې ځي، بېرته نه را ګرځي. څومره چې زموږ عمر پخېږي، په هماغه کچه مو د عمر شپې او ورځې کمېږي. ژوند مانا دا چې له هېڅ څخه پیل کول او ډېر څه ته ځان رسول! ژوند د خوښیو او خپګانونو یوه ټولګه ده. ګورو چې یوه لحظه یې غم او بله یې خوښي ده او د دوی دواړو تر منځ فاصله ډېره کمه ده، نو ښه خبره دا ده، چې د خوښۍ له دې وړې او کمې فاصلې څخه په ښه ډول ګټه پورته کړو. ژوند یانې له لوړو او ژورو څخه تېرېدل. په ژوند کې هغه کسان بریالي دي، چې له دې لوړو او ژورو څخه ځان و ایستلای شي. ژوند هغه رود خانې ته ورته دی، چې کله له وچو تېرېږي او کله هم په بې سره او بې پایه اقیانوسونو ورګډېږي. که له ژوند سره وجنګېدو، تل به بریالي وو او که له دې جنګ نه په شا شوو، بیا وروسته ارمان ګټه نه لري. ژوند هغه ګل ته ورته دی، چې د ازغیو، شنو پاڼو او ښکلي بوی درلودونکی دی. پام مو وي چې کله د ګلونو غنچه جوړوی، شنې پاڼې، ازغي او ښایسته بوی ټول سره ګاونډیان دي. ژوند هغه لوی او سپین کاغذ ته ورته دی، چې د نقاشۍ لپاره تیار شوی وي. په دې سپین کاغذ چې څه لیکی، لیکلای یې شی، کولای شی خوښۍ او خوشالۍ رسامي کړی او یا هم ستونزې او کړاوونه. پرېکړه به ستاسو له عظمته ډک وجود او ذهن کوي. څه چې په ژوند کې ډېر اړین او مهم دي، هغه زموږ او ستاسو لیدلوری دی. څه ډول چې فکر کوی، ژوند به مو په هماغه ډول مخ ته ځي، نو ښه ده، چې تل مثبت فکر وکړئ او ژوند ته په ښه سترګه وګورئ. ژوند د فوټبال لوبې ته ورته دی، چې هېڅکله هم د وړاندوینې وړ نه دی، نو ځکه یې خوند هم په همدې کې دی. د غم او ښادۍ، د ښکلا او بدرنګۍ، د شپې او ورځې او بالاخره د مرګ او ژوند تر منځ فاصله دومره کمه ده، چې اصلاً د اندازې وړ نه ده. د ژوند مهارتونه کتاب تازه چاپ شوی دی. دغه کتاب حمیدالله حمیدي پښتو ژبې ته را ژباړلی او اکسوس کتابپلورنځي چاپ کړی دی. په دغه کتاب کې د ځیرکانه ژوندانه ۱۱۶ ګټورې تګلارې په ګوته شوې دي، لوستل یې در سره مرسته کوي څو په هغه ډول ژوند وکړئ، چې تاسو یې هیله لری.
کتاب په کابل کې پر اکسوس کتابپلورنځي سربېره، په لویو کتابتونونو او دغه راز په نورو ولایتونو کې هم په لویو کتابتونونو کې په مناسب قېمت تر لاسه کولای شئ.