د چارو شنونکي او د ولسي جرګې ځينې غړي وايي، د پاکستان د نوي حکومت دا پرېکړه چې غواړي په پاکستان کې زيږېدلو افغان کډوالو ته د هغه هېواد تابعيت ورکړي د افغانستان پر زيان ده.
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون وايي، که څه هم د عمران خان وروستۍ پرېکړه د ملګرو ملتونو سازمان د منشور له موادو سره سمه ده، خو وايي چې پاکستان دې افغان کډوالو ته د تابعيت د ورکولو پر ځای په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره مرسته وکړي.
د ولسي جرګې غړی قيوم سجادي په دې اړه وايي: «که د پاکستان حکومت غواړي چې په هغه هېواد کې د افغان کډوالو لپاره د اوسېدو اسانتیاوې برابرې کړي، باید لازم پروګرامونه ورته ترتیب کړي او که نه نو دا اقدامات نمایشي دي او غواړي چې د عامه افکارو فشار له ځانه کم کړي».
د پاکستان نوي لومړي وزير عمران خان وړمه ورځ په کراچۍ ښار کې یوې ناستې ته وويل: «هغه افغانان چې ماشومان یې دلته زيږېدلي او لوی شوي دي، هغوی ته به د پاکستان پاسپورټ او پېژندپاڼه ورکړو».
عمران خان ویلي چې دغه افغانان د اسنادو د نه لرلو له کبله تعلیم او کار نه شي کولی او که د پاکستان تابعیت ولري، تعلیم او کار به وکړي او دا کار به له ثبات سره مرسته وکړي.
د نړیوالو اړیکو پوه انتظار خادم بيا د افغانستان د سولې په تړاو د پاکستان ناسم سیاست ته په کتو، باوري نه دی چې پاکستان دې خپله دا پرېکړه عملي کړي.
نوموړي ازادي راډيو ته ويلي: «کله چې د مهاجرتونو او د داسې نورو متبادلو ګټو خبره راځي، په هغو کې د پاکستان پر نیت شک لرم ځکه د پاکستان لپاره یو مات ګوډ افغانستان په کار دی. عمران خان دا خبره له یوې خوا د هغو افغانانو د اعتماد جلبولو لپاره کوي کوم چې هغه هېواد کې اوسېږي او بله دا چې غواړي نړۍ ته وښيي چې دی د نړیوالو میثاقونو عملي کېدو ته ژمن دی».
د حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر بیا په دې باور دی چې دا کار د افغانستان په ګټه نه دی.
د ده په خبره هغه ځوانان چې افغانستان ورته اړتیا لري، پردي کېږي.
دی وايي: «ځینې ستونزې هم منځ ته راوړي چې ممکن په راتلونکې کې ډېرې خطرناکې وي. راتلونکې به دا وښيي چې دا کار په کوم نیت شوی دی، ځکه هغه افغانان چې هلته زيږېدلي خورا ډېر دي، په دې صورت کې به نیمايي افغانان پاکستانیان شي».
افغان کارپوهان وايي، په افغانستان کې له ۴۰ کلونو راهیسې امنیتي ناخوالې روانې دي او د دوی په خبره، په ټولو کې پاکستان لاس لرلی دی.
دوی وايي، سره له دې چې افغان حکومت، امریکا او نړیوالې ټولنې په وار وار له پاکستانه د سولې د ټنیګښت لپاره مرسته غوښتې، خو پاکستان په دې برخه کې له ژمنو سره سره، عمل نه دی کړی.
دوی دا هم وايي چې کېدای شي، د پاکستان د حکومت د دغه اعلان تر شا بیا هم د افغانستان په زیان، څه پراته وي.