د مېوې خوړل د تغذیې یوه برخه جوړوي چې د بدن لپاره ګټه رسوي. ماشومان هم باید د خپلو میندو او پلرونو په وسیله د مېوې خوړلو لپاره وهڅول شي. د ماشومانو تغذیه باید اصولي وي. د میندو لپاره لازمه ده چې خپلو ماشومانو ته د مېوې په ورکړه کې ټول اصول رعایت کړي. د ماشوم لپاره د مېوې سپینولو ګڼ دلیلونه شته، لومړی دا چې هضم یې اسانه کېږي، کېدای شي د ماشوم لپاره د مېوې د پوستکي خوند په زړه پورې نه وي او بل دا چې د ماشوم بدن ته د مېوې پر پوست باندې د پاتې شويو مېکروبونو مخه هم نیول کېږي. ماشوم د مېوې پوستکی هضمولی شي؟
دا د ماشوم په بدن پورې اړه لري. ډېری وخت د مېوې پوستکی پر ماشوم باندې بوج کېږي، د معدې د درد لامل یې کېږي او حساسیت ورسره پیدا کوي. داسې ماشومان هم شته چې هر ډول مېوې او سابه بې له کومې ستونزې خوري او هضمولای یې شي. که تاسو لومړی ځل ماشوم ته مېوه ورکوی، ارو مرو یې پوست کړئ. کله مو چې ډاډ ترلاسه کړ چې ماشوم مو نور کولی شي له پوستکي سره هم مېوه وخوري، بیا یې له پوست سره ورکړئ.