سامسُنګ کمپنۍ د اېم لړۍ منځنۍ وړتیا او پیاوړې بېټرۍ لرونکی ځیرک موبایل، چې ګلکسي اېم۱۲ نومول شوی دی، خپلو مینهوالو ته معرفي کړ. دغه ځیرک موبایل کې د سامسُنګ کمپنۍ اګزینوس۸۵۰ ډوله پروسېسر کارول شوی دی. ګلکسي اېم۱۲ کې ۶٫۵ انچه اېچ ډي پلس ډوله مخپاڼه ورکړل شوې، چې له ۹۰ هرتز ریفرش رېټ څخه د ملاتړ وړتیا هم لري. دغه ځیرک موبایل کې ۶۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې ستره بېټرۍ ورکړل شوې، چې له ۱۵ واټ چټک چارج څخه هم ملاتړ کوي. ګلکسي اېم۱۲ به ۴/۶ ګېګابایټ رم او ۶۴/۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې ولري. شاتنۍ برخه کې څلور کامرې لري چې ۴۸ مېګاپکسله اصلي کامره، ۸ مېګاپکسله الټراوایډ اېنګل، ۵ مېګاپکسله ډېپت سېنسر او ۲ مېګاپکسله مکرو کامرې پکې شاملې دي. مخکینۍ برخه کې ۸ مېګاپکسله وړتیا لرونکې سېلفي کامره هم لري. د ۴ ګېګابایټ رم او ۶۴ ګېګابایټ فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه ۱۵۰ امریکايي ډالره او د ۶ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه یې بیا ۱۸۵ امریکايي ډالره ټاکل شوې ده.