اوپو کمپنۍ خپل د فاینډ اېکس۳ لړۍ څلور نوي پیاوړي ځيرک موبایلونه چې فاینډ اېکس۳، اېکس۳ پرو، اېکس۳ نیو او اېکس۳ لایټ نومول شوي دي، معرفي کړل. دغو ځیرکو موبایلونو کې فاینډ اېکس۳ نیو او فاینډ اېکس۳ لایټ ارزانه او فاینډ اېکس۳ پرو تر ټولو غوره ځانګړنې او لوړه بیه لرونکي ځیرک موبایلونه دي. په دې لنډه لیکنه کې یوازې فاینډ اېکس۳ پرو در پېژنو. دغه ځیرک موبایل کې د کوالکام کمپنۍ تر ټولو وروستی او پیاوړی پروسېسر، سنپ ډراګن۸۸۸، کارول شوی دی او ۶٫۷ انچه اېل ټي پي امولېډ ډوله او کواد اېچ ډي پلس ریزلوشن لرونکې مخپاڼه لري، چې له ۱۲۰ هرتز رېفرش رېټ څخه هم ملاتړ کوي. فاینډ اېکس۳ پرو ۴۵۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ لري چې له ۶۵ واټ چټک چارج څخه ملاتړ کوي او یوازې ۳۰ دقیقو کې له صفر څخه ۱۰۰ سلنه چارجېږي. فاینډ اېکس۳ پرو کې ۱۲ ګېګابایټ رم او ۲۵۶ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا ورکړل شوې، چې د مارچ په ۳۰مه به په مختلفو هېوادونو کې خرڅلاو ته وړاندې شي. د دغه ځیرک موبایل بیه ۱۱۴۹ یورو ټاکل شوې ده.