ننګرهار والي د شینوارو د ۱۲ ولسواليو قومي مشرانو ته ډاډ ورکړی چې د جرګې پرېکړې به د قانون په چوکاټ کې عملي کړي او ټول هغه مسوول چارواکي به عدلي تعقيب شي چې د شينوارو په قضيه کې دخيل وي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک خبري اژانس ته ويلي چې والي حیات الله حیات د دغه ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو په ریاست کې د شینوارو د ۱۲ ولسوالیو له قومي مشرانو سره د ليدنې پر مهال دا ژمنه کړې ده.
هغه وايي، په دې ليدنه کې د سولې د ولایتي کمېټې د مشر ملک نظیر په مشرۍ د ګومارل شوې جرګې غړو، د ولسي جرګې غړو حضرت علي، ظاهر قدير او فريدون مومند هم شتون درلود.
والي غونډې ته ويلي، د ټاکل شوې جرګې د پرېکړې له مخې يې د اچین ولسوالۍ د سیمه ييزو پولیسو مشر بلال پاچا او د هغه دوه وروڼه بنديان کړي او پر ځای یې د سیمه ییزو پولیسو لپاره نوی سرپرست ټاکلی چې ډېر ژر به ورته رسمي مشر هم پر دنده وګوماري.
هغه زیاته کړې، د سیمه ییزو پولیسو د مشر د پلار جلال پاچا د نیولو د امر تر څنګ يې د ملي امنیت له عمومي ریاسته په رسمي ډول د هغه د نیولو او پولیسو ته د سپارلو غوښتنه کړې ده.
د شينوارو قومي مشرانو او ځوانانو د وږي په ۲۰مه د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ اړوند ډکې سيمه کې د يو لاريون پر مهال د جلال اباد – تورخم لويه لاره وتړله او د اچين ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان بلال پاچا، د هغه د پلار او کورنۍ د غړو د نيولو غوښتنه يې کوله.
دوی ياد کسان په سيمه کې د بې ګناه خلکو په وژلو، وهلو ټکولو، لوټلو او بې عزته کولو تورن کړل؛ خو د لاريون په نيمه ورځ پرې ځانمرګی بريد وشو، چې شاوخوا ۲۳۳ کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.
د يادونې ده چې جلال پاچا د شينوارو يو قومي مشر ته تر لاريون مخکې د مرګ ګواښ کړى و.