موږ ځينې وخت د خپلو افکارو په عملي کولو کې نيمګړتياوې لرو. د بېلګې په توګه، يوې موخې ته د رسېدلو لپاره چې بايد څو کاله په نظر کې ونيسو، موږ څو مياشتې په نظر کې نيسو او بیا پايله دا وي چې ډېر ژر له خپل کار څخه ناهيلي کيږو، له حده زيات پښېمانه کيږو او هغه ټولې هڅې او پلټنې بيا بې ګټې ګڼو؛ خو د خپلو محاسبو له نيمګړتياوو څخه نه يو خبر. حقيقت دا دى چې لوړو موخو ته د رسېدلو لپاره بايد له يو کال څخه زيات کوښښ وکړو، په دې کې هيڅ پوښتنه يا دليل نه پيدا کيږي، چې خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره يوڅه اوږده موده په نظر کې ونيسو. په ياد مو وي چې تل نا اټکل شوې ستونزې رامنځته کيږي، چې تاسو بايد هغه له منځه يوسئ، خو دا ستونزمن کار نه دى؛ ځکه تاسو د دې ټولو ستونزو لپاره لازم وخت په نظر کې نيولى دى او کافي وخت لری، يوازې بايد کار وکړئ.