اېچ ټي سي کمپنۍ تر اوږد ځنډ وروسته خپل نوی عادي وړتیاوې لرونکی ځیرک موبایل معرفي کړ. دغه ځیرک موبایل وایلډ فایر اي۳ نومول شوی دی. دغه ځیرک موبایل کې د میډیا تېک کمپنۍ هېلیو پي۲۲ اوکټا کور ډوله پروسېسر کارول شوی دی او ۳/۴ ګېګابایټ رم او ۶۴/۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې به ولري. وایلډ فایر اي۳ نومي دغه ځیرک موبایل کې ۶٫۵ انچه اېل سي ډي ډوله او اېچ ډي پلس ریزلوشن لرونکې مخپاڼه ورکړل شوې او د ګوتې نښې سېنسر شاتنۍ برخه کې ځای پر ځای شوی دی. دا موبایل ۴۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ لري، چې له چټک چارج څخه ملاتړ نه کوي. شاتنۍ برخه کې څلور کامرې لري چې ۱۳ مېګاپکسله اصلي کامره، ۸ مېګاپکسله الټراوایډ اېنګل، ۲ مېګاپکسله مکرو او ۲ مېګاپکسله پورټرېټ کامرې پکې شاملې دي. مخکینۍ برخه کې ۱۳ مېګاپکسله وړتیا لرونکې سېلفي کامره هم لري. اېچ ټي سي کمپنۍ نړیوالو بازارونو ته د دغه ځیرک موبایل وړاندې کولو نېټې او بیې په اړه هېڅ ډول معلومات نه دي ورکړي.