مسکا کول یو له مهربانۍ ډک عمل دی. له ملګرو او عزیزانو سره د مسکا کولو عادت تمرین کړئ. که څه هم اړتیا نشته چې پر مخ باندې مو د مصنوعي مسکا په لرلو سره دېخوا او هغې خوا منډې ووهی، کله چې کوم چا ته مسکي شی، هغوی به هم په ځواب کې مسکا درته وکړي او ان ژوند ته به یې یو څه نور خوند هم اضافه شي.
بله ګټه یې دا ده چې مسکا کولای شي مغز ته په فرېب ورکولو سره له مخکې څخه زیات د خوښۍ احساس تر لاسه کړي. ستاسو له مسکا ټول ګټه اخلي او په دې مسیر کې مو د مینې او مهربانۍ کولو ظرفیت نور هم وده کوي.
مسکا کول د دې لامل کېږي څو نور ستاسو په شتون کې د راحتۍ احساس وکړي. همدارنګه مسکا کول تاسو داسې یو شخصیت معرفي کوي، چې نور کولای شي تاسې ته ته نږدې شي او دا په خپله د مهربانه اوسېدو یوه لاره ده.