نوکیا کمپنۍ اعلان کړی چې د اپرېل په ۸مه به د یوې رسمي غونډې له لارې خپل راتلونکی پیاوړی ځیرک موبایل معرفي کړي. که څه هم نوکیا کمپنۍ د دغه ځیرک موبایل نوم او ځانګړنو په اړه څه نه دي ویلي، خو دغه بلنلیک کې یو کس په ځنګل کې ولاړ ښودل شوی او لاندې ترې د #LoveTrustKeep هشټګ لیکل شوی دی. که څه هم په دې اړه څه ویل به له وخت وړاندې وي، خو اټکل کېږي چې نوکیا کمپنۍ به په دې غونډه کې نوکیا۱۰ ځیرک موبایل معرفي کړي. بېلابېلو افشا شویو معلوماتو کې ادعا شوې چې دغه ځیرک موبایل به د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن۷۷۵ ډوله پروسېسر او شاتنۍ برخه کې پنځه کامرې ولري. افشا شویو معلوماتو کې همدا راز ادعا شوې چې د نوکیا۱۰ اصلي کامره به ۱۰۸ مېګاپکسله وړتیا لرونکی سېنسر ولري. د دغه ځیرک موبایل نوم، ځانګړنې او وړتیاوې به د اپرېل په ۸مه په رسمي توګه له کاروونکو او مینهوالو سره شریک کړل شي.