سامسُنګ کمپنۍ د ګلکسي اې لړۍ چې د غوره ځانګړنو او مناسبې بیې لرلو له امله ځانګړي مینهوال لري، نوي ځیرک موبایلونه ګلکسي اې۵۲ او ګلکسي اې۷۲ معرفي کړل. سامسُنګ کمپنۍ دې غونډه کې د ګلکسي اې۵۲ دوه مختلفې بڼې چې یو يې له ۴جي او بل يې له ۵جي څخه ملاتړ کوي، کاروونکو ته معرفي کړل، خو موږ نن یوازې ګلکسي اې۵۲ درپېژنو.
ګلکسي اې۵۲
ګلکسي اې۵۲ کې ۶٫۵ انچه مخپاڼه ورکړل شوې ده. له ۴جي څخه د ملاتړ کوونکې بڼې مخپاڼه له ۹۰ هرتز او له ۵جي څخه ملاتړ کوونکې بڼې مخپاڼه بیا له ۱۲۰ هرتز ریفرېش رېټ څخه ملاتړ کوي. له ۴جي څخه ملاتړ کوونکې بڼه کې د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن۷۲۰ ډوله پروسېسر او ۵جي څخه ملاتړ کوونکې بڼه کې د کوالکام سنپ ډراګن۷۵۰ ډوله پروسېسر ورکړل شوی دی. په همدې ډول له ۴جي څخه ملاتړ کوونکې بڼه کې ۴/۶/۸ ګېګابایټ رم او ۵جي څخه ملاتړ کوونکې بڼه کې ۶/۸ ګېګابایټ رم ورکړل شوی او ۱۲۸/۲۵۶ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې لري.