نړۍ تا ته اړتيا لري، که ته نه وې، په نړۍ کې به يو څه کم وي او هيڅوک نشي کولای چې ستا ځای ډک کړي. که ته نه وې، نړۍ به لکه يو پازل ته ورته وي چې يوه قطعه يې کمه ده. هو ته يو څه یې، ځکه چې خدای پاک هيڅ شی بې ګټې نه دي پيدا کړي. ځان ته ارزښت ورکړه، څو نور هم تاته ارزښت درکړي، ته خپله ځانته په ښايسته نظر وګوره، څو نور هم تا ښکلی وګوري. له چا د ستاینې تمه مه کوه، خپله ځان وستایه او هيڅلکه د چا په يوه نيوکه له خپل هدف مه په شا کيږه. په نړۍ کې چې څومره مخکښې څېرې ګورې، ځان یې خپله هڅولی او پرمختګ یې کړی دی، زيار يې ایستلی څو دې مقام ته رسېدلي. د دې لپاره چې بریالي اوسو بايد ذهنیت مو مثبت وي او د اهدافو په لاره کې خطر ومنو. که مو وګټله، خوشالي به مو نصيب شي او که ناکام شوو، يو تجربه به وشي.