د افغانستان د اراضیو خپلواکه اداره وايي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د ځمکو د بانک له لارې څه باندې ۱.۲ میلیونه جرېبه دولتي ځمکه په الکترونیکي بڼه سروې کړې ده.
دې ادارې په یو بیان کې ویلي، چې دا اندازه دولتي ځمکې یې د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې سروې کړې دي.
په بیان کې راغلي، چې د افغانستان د ځمکو اداره په پام کې لري، ترڅو د ۱۳۹۷ لمریز کال تر پایه دوه ميلیونه جریبه دولتي ځمکه او د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه سروې او په سیستم کې ثبت کړي.
د افغانستان د اراضیو خپلواکې ادارې، د دولتي ځمکو او عامه ملکیتونو د کره شمېرې معلومولو او د غصب د مخنیوي لپاره، د روان لمریز کال د وري په اتمه د ولسمشر غني د فرمان پر بنسټ په ۲۸ ولایتونو کې د ځمکو د سروې او راجسټر لړۍ پیل کړې ده.
د دولتي ځمکو بانک، په ۱۳۹۶ کال کې د ځمکو د چارو د تنظیم د قانون پر بنسټ او د افغان ولسمشر د فرمان له مخې د افغانستان د اراضیو د خپلواکې ادارې له خوا جوړ شوی ترڅو په افغانستان کې دولتي ځمکې او د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه په عصري بڼه سروې او ثبت کړي.
د خصوصي سکټور د پانګې جذبول، د حکومت د اقتصادي، پراختیایي او ټولګټو پروژو عملي کول، د کاري فرصتونو او د ملي عوایدو زیاتول د دغه بانک د جوړولو نور اهداف ښودل شوي دي.
په همدې حال کې د افغانستان د عدلیې وزارت، چې په محاکمو کې د غصب شویو دولتي ځمکو د دعوی د پرمخ وړلو صلاحیت لري وايي، په ۱۳۹۶ کال کې یې څه باندې ۱۲زره او ۳۰۰ جرېبه دولتي ځمکه له غاصبینو څخه بېرته ترلاسه کړې ده.
د دغه وزارت ویاند امان ریاضت امریکا غږ ته ویلي، چې په روان لمریز کال کې هم د غصب شویو دولتي ځمکو د بېرته ترلاسه کولو لړۍ په شدت سره دوام لري او د تېر کال په پرتله به سږکال زیاتې دولتي ځمکې له غاصبینو څخه بېرته واخیستل شي.
هغه ویلي: «له ۱۲زره او ۳۰۰ جرېبه پورته دولتي ځمکې چې موږ په ۱۳۹۶ کال کې ګټلې دي، په زیات احتمال په ۱۳۹۷ کال کې به هم موږ له دغه شمېر زیاتې ځمکې چې د اشخاصو او افرادو له خوا غصب شوې وي، د افغانستان د دولت په نفع وګټو».
د افغانستان د اراضیو ادارې د معلوماتو له مخې، د غصب شویو دولتي ځمکو د بېرته ترلاسه کولو لپاره یې، د څه باندې ۱۸۸۰۰ غاصبینو نوملړ د افغانستان عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلی دی.
دا اداره وايي چې په نوملړ کې شاملو کسانو ۱.۶ میلیون جریبه دولتي ځمکه په ټول افغانستان کې غصب کړې ده.
له دې وړاندې د اراضیو خپلواکې ادارې ویلي وو چې په تېرو دریو کلونو کې یې شاوخوا۵۰۰ زره جرېبه دولتي ځمکه بېرته له غاصبینو څخه راګرځولې ده.