د سولې د هڅو په لړ کې د مثبت پرمختګ څرکونه لیدل کېږي. د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد ویلي: (( هیله لرم چې تر راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو وړاندې له طالبانو سره د سولې هوکړې ته ورسېږو)). خلیلزاد ویلي، طالبان باوري دي چې جګړه نه شي ګتلی. له همدې سره په یوه وخت امریکايي چارواکي او نظامي مسوولین هم وايي چې دوی طالبان نه شي ماتولی. ځینو لوېدیځو رسنیو په قطر کې د خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ د درې ورځنیو خبرو په اړه ځینې معلومات خپاره کړي چې کره والی یې معلوم نه دی. ویل شوي چې په دې خبرو کې د ټاکنو پر ځنډ، موقت حکومت، اوربند، د بندیانو پر خوشي کولو، تور لېست او ځینو نورو مسایلو هم خبرې شوې دي.
د سولې په برخه کې وروستي پرمختګونه او خبرونه مثبت دي. له دواړو اړخونو د مثبتې روحیې او پرمختګ پیغامونه ورکول کېږي. د ځینو توافقاتو په اړه خلک خبرېږي او دواړه لوري یې په اړه خبرې کوي. ځینې توافقات عملي پایلې هم لري، لکه د بندیانو تبادله. ښايي ډېر نور توافقات هم شوي وي، خو دواړه لوري به غوره ګڼي چې پټ وساتل شي. له همدې امله د سولې خبرې تر هغو ډېرې ښې روانې دي چې رسنیو ته یې په اړه معلومات ورکول کېږي. په دې برخه کې به اختلافات او ستونزې هم وي، ځکه چې جګړې اوولس کاله دوام کړی، دواړو لورو سخته او خونړۍ جګړه کړې ده. دغه راز د دواړو لورو دریځونه سخت او سره لرې وو؛ نو پر همدې اساس د سولې خبرې به اسانه نه وي. سخت او ستونزمن مسایل به پکې مطرح کېږي. دواړه لوري به هڅه کوي چې خپلې ګټې خوندي کړي او پر یو بل خپلې غوښتنې ومني. دا خبرې به هم سختې وي او هم به وخت نیسي، خو مهمه دا ده چې دا خبرې دوام وکړي او مثبتې وي. اوس دا خبرې هم ښې روانې دي، هم مثبتې دي، هم توافقات پکې کېږي او اوس ان د سرعت خبره هم پکې شوې چې د ولسمشرۍ تر ټاکنو وړاندې باید سوله وشي. دا په رښتیا هم ستر پرمختګ دی او خلک ورته خوشاله دي.
اوس ښايي ځینې هېوادونه او کړۍ چې د جګړې په دوام کې یې ګټې نغښتې دي، هڅه وکړي چې دا پروسه تخریب کړي او پرې نه ږدي چې افغانستان ته سوله او امن را وګرځي. دوی به له قومي او نورو مسایلو په ګټنې سره هڅه وکړي چې ستونزې پیدا کړي، خو ولس باید د دوی پر وړاندې ودرېږي. پکار ده چې د دې خبرو ملاتړ وشي. که افغانستان ته سوله را ګرځي، نو خلک د ټاکنو د ځنډ، موقت حکومت او د هر هغه ګام ملاتړ کوي چې له سولې سره مرسته کوي. دغه راز ولس د سولې لپاره د بندیانو د خوشي کولو، له تور لېسته د طالبانو د ایستلو، د اساسي قانون د تغیر او نورو ګامونو پوره ملاتړ کوي. هیله ده چې د سولې دا خبرې په لا زیات شدت دوام وکړي او هېواد ته سوله او امن ژر را وګرځي.