د شیاومي تر لاس لاندې پوکو کمپنۍ خپل دوه نوي ځیرک موبایلونه چې غښتلې ځانګړنې او ارزانه بیه لري، خرڅلاو ته وړاندې کړل. دغه ځیرک موبایلونه پوکو اېکس۳ پرو او پوکو اېف۳ نومول شوي دي. موږ دلته نن پوکو اېکس۳ پرو درې درپېژنو. پوکو اېکس۳ پرو: دغه ځیرک موبایل د ډیزاین په برخه کې پوکو اېکس۳ ته ورته دی، خو د پخوانۍ بڼې په پرتله پیاوړی پروسېسر او ګرافیک کارت لري. پوکو اېکس۳ پرو کې د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن۸۶۰ ډوله پروسېسر او اډرینو۶۴۰ ډوله ګرافیک کارت کارول شوی دی. دغه ځیرک موبایل ۶٫۶۷ انچه اېل سي ډي ډوله فول اېچ ډي پلس ریزلوشن لرونکې مخپاڼه لري چې ۱۲۰ هرټز ریفرېش رېټ او ۲۴۰ هرټز ټچ سمپلېنګ رېټ څخه ملاتړ کوي. پوکو اېکس۳ پرو به ۶ او ۸ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ او ۲۵۶ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼو کې خرڅلاو ته وړاندې شي. دغه ځیرک موبایل ۵۱۶۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ لري چې پکې لېکوېډ کول ۱٫۰ پلس ډوله ټکنالوژي ورکړل شوې او ۳۳ واټ چټک چارج څخه ملاتړ کوي.