دوشنبه, سپتمبر 7, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بامیانو کې د بند امیر دویم ملي نندارتون پرانیستل شو

    هرات کې یوه فابریکه هره ورځ ۲۵ ټنه روب تولیدوي

    امیرخان متقي له ډیکارلو سره د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي

    امریکا شپږ تنه افغان او کیوبايي وګړي ګیانا ته لېږلي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بامیانو کې د بند امیر دویم ملي نندارتون پرانیستل شو

    هرات کې یوه فابریکه هره ورځ ۲۵ ټنه روب تولیدوي

    امیرخان متقي له ډیکارلو سره د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي

    امریکا شپږ تنه افغان او کیوبايي وګړي ګیانا ته لېږلي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي ګټه وټه

په مصر کې دې ځایونو ته ډېر سیلانیان ورځي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

نوومبر 19, 2018
in ګټه وټه
0 0

 

مصر د خپل پخواني اوږد تاریخ، تاریخي ځایونو او تاریخي ابدو چې تر ټولو ډېر مشهور یې د مصر هرمونه دي، نړیوال شهرت لري. مصر ډېر زیات موزیمونه لري چې د دغه هېواد تاریخي اثار پکې ساتل کېږي او د بېلابېلو هېوادونو وګړي یې لیدو ته ورځي. په دې لیکنه کې مو د مصر هغه تاریخي ځایونه درته معرفي کړي چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه یې خلک لیدو ته ورځي.

۱- د جیزه اهرام

د پخوانۍ نړۍ له عجیبه او تاریخي پاتې شونو څخه یو د جیزه اهرام دی چې نړیوال شهرت لري. د جیزه اهرام څو پېړۍ کېږي چې د خلکو پام یې ځان ته اړولی دی او په کلني ډول له بېلابېلو هېوادونو څخه زرګونه کسان د دغه اهرام لیدو ته ورځي او سیل یې کوي. د زرگونو کلونو په تېرېدو سره، ساینس پوهان اوس هم په دقیقه توگه نه پوهېږي چې د مصر اهرامونه څه ډول جوړ شوي دي. هغه څه چې د یو راز په توگه په دغو اهرامونو کې نغښتي دي، هغه د هغو د جوړښت څرنگوالی دی.  د مصر اهرامونه په نړۍ کې د بشر په لاس تر ټولو سترې جوړې شوې ودانۍ دي چې کارپوهانو پرې څو پېړۍ څېړنې کړې دي.

دغه اهرامونه داسې جالب جوړښت لري چې سړی په ژور فکر کې ډوب کوي، داسې چې څو پېړۍ وړاندې چې د اوس په څېر ټکنالوژۍ پرمختګ نه و کړی، خلک څه ډول توانېدلي چې په ټولو معیارونو برابر او له ځانګړو لویو ډبرو دغه ډول څلي جوړ کړي چې ان نننی انسان یې له جوړولو عاجز دی. که مصر ته سفر وکړئ او دغه اهرامونه ونه ګورئ، مانا دا چې مصر ته مو سفر نه دی کړی.

۲- اسلامي قاهره

اسلامي قاهره د قاهرې ښار یوه تاریخي سیمه ده. د دغه ښار کوڅې له جوماتونو او مدرسو ډکې دي چې د فاطمیونو له دورې نیولې بیا د مملوک تر سلطنت پورې جوړې شوې دي. په دغه کوچني ښار کې لا هم د صنعتکارانو او مسګرانو غرفې فعالې دي چې په هماغه پخواني دود او رواج باندې لوښي او نور وسایل جوړوي.

۳- د الازهرمسجد

د الازهر مسجد د مصر تر ټولو مشهور او پخوانی مسجد دی چې د محمد العربي له خوا د مصر له فتحې وروسته په ۹۷۰ ز کال کې په قاهره کې جوړ شوی دی. دا چې یاد مسجد په قاهره کې تر ټولو لومړنی مسجد دی، نو له همدې کبله ورته د مصر جامع مسجد هم ویل کېږي. د الازهر مسجد د نړۍ تر ټولو د ډېرو پایو لرونکی مسجد بلل کېږي چې لمونځ کوونکي د قبلې په طرف پر پنځو لویو قطارونو باندې وېشي. لویه ګنبده یې د قبلې په خوا کې موقعیت لري چې په ۹۰۵ ز کال کې جوړه شوې ده. د عثمانيانو په دوره کې د مسجد د قبلې دېوال د مسجد د پراخوالي لپاره له خپل ځای څخه لرې او مخ ته یوړل شو. مسجد په خپله شاوخوا کې ګڼ شمېر نور ملحقات هم لري. کتابتون، علمي مرکزونه او پوهنتون یې اړوند مشهور  ملحقات دي. د مسجد اړوند پوهنتون کې تر ډېره دیني علوم، لکه: فقه، حدیث او تفسیر تدریسېږي چې ګڼ شمېر نارینه او ښځینه محصلین پکې پر زده کړو بوخت دي. د ۱۹مې میلادي پېړۍ په وروستیو کې د شیخ محمد عبده له خوا د مسجد په څنګ کې یو لوی کتابتون هم جوړ شو چې اوسمهال لږ تر لږه نیم میلیون ټوکه کتابونه لري. دغه کتابتون په مصر کې له (دارالکتب المصریه) وروسته دویم لوی کتابتون دی. د الازهر له مسجد څخه یوازې د یوه عبادت ځای په توګه کار نه اخیستل کېږي، بلکې د فتوا صادرولو لوی مرکز هم بلل کېږي.

۴-  اسوان

د مصر تر ټولو ارام ښار د اسوان په نوم یادېږي. په مصر کې هغه کسان چې غواړي یو څه وخت یې غوږونه او ذهن له زیاتې ګڼې ګوڼې په امن کې وي او یا تاسو غواړئ چې د یو څه وخت لپاره مو ذهن او فکر ارام شي، نو اسوان ښار یې لومړنی ځای او بېلګه ده. د اسوان ښار ډېر په زړه پورې جوړښت لري او د شپې له خوا بیا د رڼاګانو ښار بلل کېږي. په زړه پورې خو لا دا ده چې د ښار په منځ کې د سیند پر غاړه ګڼ رسټورانټونه او د ناستې ځایونه جوړ شوي دي چې په دغه ځای کې کولی شی د مصر خپل دودیز او دغه راز د نړۍ بېلابېل خواړه نوش جان کړی او مزه یې وڅکی.

۵- سکندریه

که مو مصر ته سفر وکړ چې سکندریه مو هېره نه شي. دا د مصر دویم بندري ښار بلل کېږي چې ډېر اوږد تاریخ لري. دغه ښار ته ځکه سکندریه وایي چې له ګڼو فتوحاتو وروسته مقدوني سکندر د دغه ښار د جوړولو سپارښتنه وکړه چې بیا وروسته ښار هم د نوموړي په نامه ونومول شو. سکندریه د بطلیموسیان د دورې پر مهال پلازمېنه ټاکل شوی و او د یوناني نړۍ تر ټولو ستر ښار بلل کېده.

د یادولو ده چې مصر ګڼ شمېر نور ځایونه هم د سیل او چکر لپاره لري. موږ یې دلته یوازې د ځینو یادونه وکړه. دا چې مصر یو تاریخي هېواد دی، نو که مو کله ورته د سفر تکل وکړ، مصریان او مصر پېژندونکي په دې برخه کې درسره پوره مرسته کولی شي.

Share8Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
Columbus, United States
دوشنبه, سپتمبر 7, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

بامیانو کې د بند امیر دویم ملي نندارتون پرانیستل شو

سپتمبر 6, 2026

هرات کې یوه فابریکه هره ورځ ۲۵ ټنه روب تولیدوي

سپتمبر 6, 2026

امیرخان متقي له ډیکارلو سره د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي

سپتمبر 6, 2026

ولاديمير پوټين: روسيه به هڅه وکړي چې له امريکا او اوکراين سره د خپلو خبرو په ترڅ کې د اړوندو پرسونلو امنيت وساتي

سپتمبر 6, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In