ونپلس کمپنۍ خپل له ۵جي ټکنالوژۍ څخه ملاتړ کوونکي او سامسُنګ او اپل کمپنۍ سره د رقابت وړتیا لرونکي ځیرک موبایلونه معرفي کړل. ونپلس کمپنۍ دې غونډه کې ونپلس۹، ونپلس۹ پرو، ونپلس۸ټي، ونپلس۸ټي پرو، ونپلس۸ او ونپلس۷ معرفي کړل. له دغو ځیرکو موبایلونو څخه د ونپلس۹ لړۍ تر دې دمه د ونپلس کمپنۍ تر ټولو غوره او غښتلي ځیرک موبایلونه دي. د ونپلس۹ لړۍ تر ټولو غوره ځانګړنه دا ده چې له ۵جي ټکنالوژۍ څخه ملاتړ کوي او ونپلس کمپنۍ ادعا کوي چې دغه لړۍ تر ټولو پیاوړې کامره لري. ونپلس۹ پرو شاتنۍ برخه کې څلور کامرې لري چې ۴۸ مېګاپکسله اصلي، ۵۰ مېګاپکسله الټراوایډ، ۸ مېګاپکسله ټېلې فوټو او یوه میني کامره پکې شاملې دي. د ونپلس۹ پرو بیه ۱۰۶۹ امریکايي ډالره ټاکل شوې ده. عادي ونپلس۹ بیا شاتنۍ برخه کې درې کامرې لري چې ۴۸ مېګاپکسله اصلي، ۵۰ مېګاپکسله الټراوایډ اېنګل او یوه مونوکروم کامره هم لري. د دغه ځیرک موبایل بیه ۷۲۹ امریکايي ډالره ټاکل شوې ده.