ریالمي کمپنۍ د یوې رسمي غونډې له لارې اسیايي هېوادونو کې خپل دوه نوي ځيرک موبایلونه چې ریالمي۸ پرو او ریالمي۸ نومول شوي دي، معرفي کړل. ریالمي۸ پرو ټوله نړۍ کې تر ټولو ارزانه ۱۰۸ مېګاپکسله کامره لرونکی ځیرک موبایل دی. د ریالمي۸ پرو شاتنۍ برخه کې څلور کامرې ورکړل شوې، چې اصلي کامره يې ۱۰۸ مېګاپکسله وړتیا لري. دغه ځیرک موبایل به ۶ ګېګابایټ او ۸ ګېګابایټ رم لرونکې دوې مختلفې بڼې او ۴۵۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ ولري، خو د یادونې ده چې له ۵جي ټکنالوژۍ څخه ملاتړ نه کوي. په هندوستان کې د ریالمي۸ پرو بیه ۱۸۰۰۰ هندي کلدارې ټاکل شوې، چې کاروونکي يې د دې کمپنۍ پرلیکه پلورنځیو څخه تر لاسه کولی شي. ریالمي۸ کې هم شاتنۍ برخه کې ۴ کامرې ورکړل شوې، خو اصلي کامره يې ۶۴ مېګاپکسله وړتیا لري. دغه ځیرک موبایل به ۴ ګېګابایټ او ۶ ګېګابایټ رم لرونکې بڼې او ۵۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ سره خرڅلاو ته وړاندې شي.