د شیاومي کمپنۍ یوې بلې څانګې چې بلک شارک نومېږي، د ګېمونو لپاره له ځانګړي او پیاوړي ځیرک موبایل څخه پرده پورته کړه. دغه ځیرک موبایل بلک شارک۴ نومول شوی دی. دغې کمپنۍ د بلک شارک۴ لړۍ له دوو نويو ځیرک موبایلونو څخه چې بلک شارک۴ او بلک شارک۴ پرو نومول شوي، پرده پورته کړه. دغه دواړه ځیرک موبایلونه ډېرې او مختلفې بڼې لري، چې له همدې امله له ۳۸۲ تر ۸۱۵ امریکايي ډالره بیه لري. د بلک شارک۴ عادي بڼه چې ۶ ګېګابایټ رم لري، ۳۸۲ امریکايي ډالره بیه لري او د پرمختللې بڼې چې ۱۲ ګېګابایټ رم لري، بیه بیا ۸۱۵ امریکايي ډالره ټاکل شوې ده. د دغو دواړو ځیرکو موبایلونو په شاتنۍ برخه کې څلور کامرې ورکړل شوي دي. په بلک شارک۴ پرو کې ۶۴ مېګاپکسله وړتیا لرونکې اصلي کمره او په بلک شارک۴ کې بیا ۴۸ مېګاپکسله وړتیا لرونکې اصلي کمره ورکړل شوې ده. په دواړو ځیرکو موبایلونو کې ۵۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ ورکړل شوې او له ۶ ګېګابایټ څخه تر ۱۲ ګېګابایټ رم لرونکې بڼې به ولري.