د روژې په میاشت کې ډېر کسان دا عادت خپلوي، څو تر پېشلمي پورې ویښ پاتې شي، خو دغه عادت یې پر روغتیا ناوړه اغېزې لري. یو ښه او ارام خوب د انسان د بدن او دماغو لپاره ډېر اړین وي؛ ځکه چې یو ښه او ارامه خوب له انسان سره مرسته کوي، ترڅو په رواني او بدني ډول ښه فعالیتونه ترسره کړي. د نارټ وېسټرن د پوهنتونونو له څېړنو معلومه شوې، هغه کسان چې د شپې تر ناوخته پورې ویښ وي، د هغو کسانو په پرتله ډېر له ناروغیو سره مخ کېږي، چې د شپې وختي ویده کېږي او سهار ژر پاڅېږي. د څېړنې له مخې ویل کېږي چې د دا ډول کسان په منځني عمر کې د نورو بېلابېلو رواني او بدني ناروغیو ښکار هم ګرځي. څېړونکي وایي، هغه کسان چې دنده یا کار لري، نو پکار ده چې وختي ویده شي، ترڅو په هغه اندازه خوب پوره کړي چې بدن یې ورته اړتیا لري، د خوب لپاره په هره تېروتنه د روغتیا لپاره زیانمنه تمامېږي، نو اړینه ده چې د ښه ژوند لپاره لږ تر لږه اووه ساعته خوب وکړل شي.