شیاومي کمپنۍ د یوې سترې غونډې په لړ کې خپل لومړنی قاتېدونکې مخپاڼه لرونکی ځیرک موبایل معرفي کړ. دغه ځیرک موبایل شیاومي مي مکس فولډ (Xiaomi Mi Mix Fold) نومول شوی دی. دا تر دې دمه د شیاومي کمپنۍ تر ټولو پرمختللی او همدا راز ګران بیه ځیرک موبایل دی. د شیاومي کمپنۍ دغه ځیرک موبایل دوې مخپاڼې لري، چې ۸٫۰۱ انچه اولېډ ډوله او ۱۴۴۰ پکسله ریزلوشن لرونکې اصلي مخپاڼه او ۶٫۵۲ انچه امولېډ ډوله ۲۵۲۰*۸۴۰ پکسله ریزلوشن لرونکې بهرنۍ مخپاڼه پکې شامله ده. دغه ځیرک موبایل کې د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن۸۸۸ ډوله پیاوړی پروسېسر ورکړل شوی او ۱۲ ګېګابایټ رم لري. دغه ځیرک موبایل به ۲۵۶ ګېګابایټ او ۵۱۲ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې ولري. شاتنۍ برخه کې درې کامرې لري چې ۱۰۸ مېګاپکسله اصلي، ۱۳ مېګاپکسله الټراوایډ اېنګل او ۸ مېګاپکسله ټېلې فوټو کامرې پکې ځای پرځای شوې دي. د ۱۲ ګېګابایټ رم او ۲۵۶ ګېګابایټ فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه ۱۵۲۰ امریکايي ډالره او د ۱۲ ګېګابایټ رم او ۵۱۲ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه بیا ۱۶۷۰ امریکايي ډالره ټاکل شوې ده.