شیاومي کمپنۍ په چین کې د یوې غونډې له لارې خپل دوه نوي لپټاپونه معرفي کړل. دغه لپټاپونه شیاومي مي لپټاپ پرو ۱۴ (Xiaomi Mi Laptop Pro 14) او شیاومي مي لپټاپ پرو ۱۵ (Xiaomi Mi Laptop Pro 15) نومول شوي دي. مي لپټاپ پرو ۱۴ کې ۱۴ انچه اولېډ ډوله مخپاڼه ورکړل شوې چې ۲٫۵کې (۲۵۶۰*۱۶۰۰ پکسله) ریزلوشن لري او مخپاڼه يې له ۱۲۰ هرتز ریفرېش رېټ څخه هم ملاتړ کوي. دغه لپټاپ دوه مختلفې بڼې لري چې یوولسم جنرېشن اېنټل کور ای۵ یا اېنټل کور ای۷ پروسېسر او د انوېډیا جي فورس ام اېکس۴۵۰ ډوله ګرافیکس یا د اېنټل کمپنۍ ایرېس اېکس اي ډوله ګرافېکس به ولري. د دغه لپټاپ بیه تقریباً له ۵۵۵۰۰ افغانۍ څخه پیلېږي. مي لپټاپ پرو ۱۵ د ډیزاین او ځانګړنو له نظره مي لپټاپ پرو ۱۴ ته ورته ده، خو د ۱۴ انچه پر ځای ۱۵ انچه ۳٫۵ کې (۳۴۵۶*۲۱۶۰ پکسله) ریزلوشن لرونکې مخپاڼه لري. دغه لپټاپ هم مي لپټاپ پرو ۱۴ ته ورته بڼې، رم، پروسېسر او هارډ دېسک لري او بیه يې تقریباً ۷۶۵۰۰ افغانۍ څخه پیلېږي.