اېل جي کمپنۍ تازه اعلان وکړ چې خپل لوله کېدونکې مخپاڼه لرونکی ټلوېزیون نړیوالو بازارونو کې خرڅلاو ته وړاندې کوي. دغه ټلوېزیون له دې وړاندې د ۲۰۲۰ کال په اکټوبر کې سویلي کوریا کې خرڅلاو ته وړاندې شوی و، چې د ۶۵ انچه مخپاڼه لرونکې بڼې بیه يې ۱۰۰ میلیونه کوریايي وان چې تقریباً ۸۸۵۰۰ امریکايي ډالره کېږي، ټاکل شوې وه. دغه ځانګړې ټکنالوژي لرونکی ټلوېزیون اوسمهال د اېل جي نړیوالې وېبپاڼې له لارې د متحده ایالاتو، روسیې، جرمني او فرانسې په ګډون، په ۱۵ نورو هېوادونو کې خرڅلاو ته وړاندې شوی دی. دغه ټلوېزیون سېګنېچر اولېډ ار (Signature OLED R) نومېږي او تر ټولو غوره او د پام وړ ځانګړنه يې لوله کېدونکې مخپاڼه لرل دي. اېل جي کمپنۍ وايي چې دغه ټلوېزیون د لوله کېدونکې مخپاڼې پر لرلو سربېره لوړ کیفیت او غوره ټکنالوژي لري. د اېل جي کمپنۍ دغه ټلوېزیون د ټلوېزیونو په برخه کې یو ځانګړی نوښت بلل کېږي چې تر دې دمه د نړۍ مشهورې کمپنۍ هم د دغه ډول مخپاڼه لرونکي ټلوېزیون په جوړولو نه دي بریالۍ شوې.