د شپې پر مهال د خوب ګډوډي یا هم په خوب کې خلل رامنځته کېدل، په سهار کې د طبیعت د خرابوالي او د ستړیا له حس کولو څو برابره ډېر زیانمن وي. د خوب اغېزمنېدل په حقیقت کې د زړه د ناروغۍ یا هم د کومې بلې ناروغۍ لامل ګرځي او مخکې له وخته د مړینې سبب هم کېږي او یا هم عمر کموي، چې ښځې په دې برخه کې تر ډېره اغېزمنې وي. د شپې پر مهال د شور، تودوخې، درد او یا هم د ساه په اخیستلو کې ستونزې په خوب کې خلل یا ګډوډي رامنځته کوي، که څه هم دغه دورانیه لنډه وي او تر هغې یې معلومات نه کېږي چې سببونو یې شدت نه وي اختیار کړی. څېړونکي وایي هغه ښځې چې د شپې پر مهال یې تر ډېره خوب ګډوډ وي، د زړه د ناروغیو خطر یې دوه برابره ډېرېږي او په دې ټولو حالتونو کې د ژر مړینې امکان ډېر وي.