شیاومي کمپنۍ د یوې رسمي غونډې له لارې د مي۱۱ لړۍ دوه نوي ځیرک موبایلونه چې ډېر پیاوړي او غوره ځانګړنې لري، معرفي کړل. دغه ځیرک موبایلونه شیاومي مي۱۱ پرو او شیاومي مي۱۱ الټرا نومول شوي دي او دواړو کې د کوالکام کمپنۍ تر ټولو پیاوړی سنپ ډراګن۸۸۸ پروسېسر کارول شوی دی. شیاومي مي۱۱ پرو: دغه ځیرک موبایل ۶٫۸۱ انچه امولېډ ډوله او کیو اېچ ډي ریزلوشن لرونکې مخپاڼه لري، چې له ۱۲۰ هرتز ریفرېش رېټ او ډولبي وېژن څخه هم ملاتړ کوي. دغه ځیرک موبایل به ۸ او ۱۲ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ او ۲۵۶ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لرونکو بڼو سره خرڅلاو ته وړاندې شي. شیاومي مي۱۱ پرو کې ۵۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ ورکړل شوې چې له ۶۷ واټ چټک چارج څخه هم ملاتړ کوي. شاتنۍ برخه کې درې کامرې لري چې ۵۰ مېګاپکسله اصلي کامره، ۸ مېګاپکسله ټېلې فوټو او ۱۳ مېګاپکسله الټراوایډ اېنګل کامرې پکې شاملې دي. مخکینۍ برخه کې یوه ۲۰ مېګاپکسله وړتیا لرونکې سېلفي کامره هم لري. د ۸ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه یې ۴۹۹۹ چینايي یوان (تقریباً ۶۰۰۰۰ افغانۍ) ټاکل شوې ده.