نوکیا د یوې پرلیکه غونډې له لارې دوه ارزان بیه سي۱۰ او سي۲۰، دوه منځنۍ وړتیا لرونکي جي۱۰ او جي۲۰ او د دغې کمپنۍ تر ټولو ارزان بیه ۵جي ځیرک موبایلونه اېکس۱۰ او اېکس۲۰ معرفي کړل. دغه ځیرک موبایلونه ۶٫۵۲ انچه اېل سي ډي ډوله او ۷۲۰ پکسل ریزلوشن لرونکې مخپاڼه لري. دغو دواړو ځیرکو موبایلونو کې ۲ ګېګابایټ رم او ۱۶/۳۲ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا ورکړل شوې، چې له میموري کارت څخه هم ملاتړ کوي. نوکیا سي۱۰ کې یوني اېس او سي اېس سي۷۳۳۱ ډوله او سي۲۰ کې یوني اېس او سي اېس سي۹۸۶۳ ډوله پروسېسر ورکړل شوی دی. د سي لړۍ دغه دواړه ځيرک موبایلونه ۳۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ لري. سي۱۰ له ۳جي او سي۲۰ له ۴جي ټکنالوژي څخه هم ملاتړ کوي او شاتنۍ برخه کې یوازې یوه پنځه مېګاپکسله کامره لري. د نوکیا سي۱۰ بیه ۷۵ یورو او د نوکیا سي۲۰ بیه ۹۰ یورو ټاکل شوې ده. نوکیا جي۱۰ او جي۲۰؛ دغو دواړو ځیرکو موبایلونو کې ۶٫۵ انچه اېل سي ډي ډوله مخپاڼه او ۵۰۵۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ ورکړل شوې ده.