د افغان سولې په برخه کې ګومارل شوی امریکايي دیپلومات زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د خبرو په پیل کې هغوی ته ځیني امتیازات ورکوي، چې د سولې خبرو ته یې وهڅوي.
مسیر ورځپاڼې ته د طالبانو یوې سرچینې تایید کړې چې د زلمي خلیلزاد له خوا د طالب بندیانو د خوشي کولو او د سرچینې په وینا د “ځینو نورو مثبتو ګامونو” په تړاو پیغامونه ورته رسېدلي دي. سرچینه زیاتوي چې ټاکل شوې په څو راتلونکو ورځو کې رسمي خبرې هم پیل شي او طالبان له وړاندې دغو خبرو ته تیاری لري.
وړمه ورځ داسې رپوټونه خپاره شول چې زلمي خلیلزاد په امارتو کې له طالب چارواکو سره لیدلي، خو د طالبانو یادې شوې سرچینې مسیر ته وویل چې تر اوسه مخامخ له خلیلزاد سره لېدل نه دي شوي، بلکې د خلیلزاد له خوا پیغامونه ور رسېدلي دي.
ویل کېږي چې په طالبانو کې د حقاني ډله له امریکا سره د خبرو مخالفه ده او یا هم سخت شرایط لري، خو خلیلزاد غواړي د انس حقاني په خوشې کولو سره هغوی هم خوشاله کړي او د سولې خبرو ته یې حاضر کړي.
مسیر ورځپانې ته رسېدلي معلومات دا هم ښيي چې سبا (چهارشنبه) به خلیلزاد او الېس وېلز په کابل کې وي او د حامد کرزي په ګډون به له ځینو سیاستوالو او کابل مېشتو پخوانیو طالب چارواکو سره هم وګوري. له دې لیدنو وروسته به خلیلزاد په قطر کې له طالب استازو سره مخامخ خبرې پیلوي.
بل خوا پرون بي بي سي په کوټه کې د طالبانو شورا د یوې سرچینې په حواله ویلي چې د دې ډلې یو پلاوی له کراچۍ هوایي ډګره دوبۍ ته روان شوی دی. د سرچینې په خبره، دا پلاوی به په دوبۍ او قطر کې د ملګرو ملتونو او سرې میاشتې له چارواکو سره وویني. د سرچینې په وینا، ټاکل شوې ده دا پلاوی د سپټمبر پر ۲۲ په دوبۍ کې او د سپټمبر پر ۲۷ مه او ۲۸ مه په دوحه کې له اړوندو لورو سره خبرې وکړي.
د امریکا او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې څه وخت وړاندې شوې وې او ټاکل شوې وه چې په سپټمبر کې دا خبرې بیا پیل شي. امریکا ددې چارې لپاره افغانی الاصله امریکایی دیپلومات زلمی خلیلزاد هم وګوماره.