لېنوو کمپنۍ د ګېمونو لپاره ډېر غښتلې ځانګړنې او تر ټولو مختلف ډیزاین لرونکی ځیرک موبایل معرفي کړ. دغه ځیرک موبایل لېنوو لیجن ډوول۲ (Lenovo Legion duel 2) نومول شوی دی. پر دې سربېره، دغه ځیرک موبایل له اېچ ډي ار۱۰ څخه هم د ملاتړ وړتیا لري. سېلفي کامره هم د مخپاڼې پر ځای په ښي اړخ کې د پوپ اپ په ډیزاین پکې ځای پر ځای شوې او ۴۴ مېګاپکسله وړتیا لري. د دغه ځیرک موبایل په ټولو ځانګړنو کې ۲ بېټرۍ، ۲ یو اېس بي سي پورټ، دوې سړوونکې پکې، دوه لاینر موټرز او ۲ الټراسونک شولډ ټرېګرز شامل دي. دغه ځیرک موبایل دوې ۲۷۵۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ لري، چې له ۶۵ واټ چټک چارج څخه ملاتړ کوي او دواړه یو اېس بي سي پورټس کارولو سره به د چارج سرعت ۹۰ واټ ته ورسېږي. د ۱۲ ګېګابایټ رم او ۲۵۶ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه یې ۷۹۹ یورو او د ۱۶ ګېګابایټ رم او ۵۱۲ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه یې بیا ۹۹۹ یورو ټاکل شوې ده.