عیني شاهدان وایي چې د کابل د دیارلسمې حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې د سید الشهدا په نامه ښوونځي ته څېرمه پرونۍ چاودنه کې اتیا تنه وژل شوي او تر ۱۵۰ ډېر نور ټپیان دي. د یادې پېښې د قربانیانو د کورنۍ یو تن غړي وطن دوست سپوږمۍ راډیو ته وویل چې په یاده پېښه کې ۸۰ تنه وژل شوي او تر ۱۵۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. په ورته وخت کې د قربانیانو د کورنۍ یو بل غړي هم د وژل شویو او ټپیانو شمېر تر هغه لوړ ښودلی چې د کورنیو چارو وزارت له لوري اعلان شوی دی. دوی دغه راز حکومت د ورته پېښو په مخنیوي کې په پاتې راتلو تورنوي او وایي چې امنیتي ځواکونه تر پېښې دوه ساعته وروسته سیمې ته رسېدلي چې له همدې امله د قربانیانو شمېر هم لوړ شوی دی. د ویلو ده چې کورنیو چارو وزات په پرونۍ پېښه کې د وژل شویو کسانو شمیر ۵۰ او د ټپیانو هغه ۱۰۰ تنه ښودلی دی. د پېښې پړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.