د ملي يووالي حکومت اجرائیه ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي چې له امريکا سره د افغانستان پر امنيتي تړون بيا کتنه د هېواد د امنيتي وضعيت له ښه کېدو سره مرسته نه کوي.
عبدالله پرون د وزیرانو شورا غونډې ته وویل، ځينې سياسيون د شخصي مسايلو پر بنسټ د کابل – واشنګټن پر امنيتي تړون د بيا کتنې غوښتنه کوي خو په وينا یې چې دغه تړون په لومړيو کې د لويې جرګې له لوري تاييد او د ملي شورا له لوري تصويب شوی دی.
عبدالله عبدالله زیاته کړه: «ځینې سیاستوال چې دا مسئله مطرح کوي، داسې نه ده چې دوی له اوضاع بې خبره دي، بلکې ځینې شخصي مسایل او غوښتنې چې له پخوا موجودې وې او ترلاسه شوې نه دي، د دې سبب کېږي چې په ټولنه کې یو بحث مطرح کړي، چې د هېواد له امنیتي وضعیت او ثبات سره هېڅ ډول مرسته نه کوي».
عبدالله زیاته کړه چې افغانان په مختلفو برخو کې په خپلو پښو د درېدو غوښتونکي دي، خو نه غواړي چې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان تړونونه تر پوښتنو لاندې راشي. هغه ټینګار وکړ چې په دې برخه کې هېڅوک د افغانانو استازولي نه شي کولی.
اجرائیه ريیس د افغانستان روان امنیتي وضعیت ته په اشارې وویل چې د ناامنیو دوام او له افغانستان څخه بهر د تروریستي ډلو د مرکزونو مسئله هغه څه دي چې باید پرې له نړیوالې ټولنې سره بحثونو وشي.
د عبدالله دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې ولسي جرګې په هېواد کې تر وروستيو ناامنيو او خونړيو بريدونو وروسته د تېرې چهارشنبې په ورځ په خپله عمومي غونډه کې د کابل – واشنګټن د امنیتي تړون بیا کتنه په غوڅ اکثریت تائید کړه.
دغه راز د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شمیر سیاسي مشرانو او ګوندونو هم د دغه تړون پر بیا کتنې ټینګار کړی دی.
ولسمشر غني بيا د دې غوښتنو په غبرګون کې ویلي، چې نه غواړي هېواد یې یو ځل بیا د انزوا په لور لاړ شي او هغه نړیوالې اړیکې چې په وینا یې افغانانو د قربانیو په ورکولو او تدبیر سره لاس ته راوړې دي د احساساتو په نتیجه کې بېرته له لاسه ورکړي.
د هغه په وینا، د سیمې یو شمېر هېوادونه هڅه کوي چې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان اړیکې له منځه لاړې شي.