په افغانستان کې دې ټول اړخونه د لسیزو مخالفتونه یوه لوري ته کړي او ددایمي سولې لپاره دې هوکړې ته سره ورسېږي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اختر په مناسبت په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده او ټولو اړخونو ته په کار ده چې ددغه جګړې د پای ته رسولو لپاره سره یو لاس شي. دده په خبره دلته له لسیزو راهیسې د بېلو اړخونو ترمنځ مخالفتونه موجو دي، چې اوس یې د سولې په پروسه کې خنډونه جوړ کړي. هغه پر ټولو اړخونو غږ کړی چې د دښمنیو د پاللو پر ځای دې د سولې لار خپله کړي او په دې توګه دې افغانستان ته دایمي سوله راولي. نوموړي ټینګار کړی چې د پرمختګ لپاره یوازینۍ اخلاقي او عملي لار د سولې خبرې دي.