په خالي (تشه) معده باندې اوبه څښل د انسان بدن ته ډېرې ګټې رسوي؛ که سهار وختي کې په نهره اوبه وڅښل شي نو ورسره د انسان د معدې فعالیت ځواکمنېږي او د یو شمېر ناروغیو مخه هم ورسره نیول کېږي.
یو باور دغه هم وجود لري، که سهار وختي اوبه وڅښل شي، نو د ورځې پر مهال د شدیدې تندې احساس کمېږي.
همدارنګه په نهره اوبه څښل هضمي سیستم قوي کوي او ورسره د ځینو خطرناکو ناروغیو مخه هم نیول کېږي.
زیاتې اوبه څښل د انسان پوست تازه او ځوان ساتي او ورسره د وینې نوې حجرې هم تولیدېږي.
په نهره د اوبو څښلو طریقه دا ده چې سهار وختي له خوبه پاڅئ، مخکې له دې چې خوله، لاس او مخ پرېمينځئ، د اوبو څښلو لپاره ارام کېنئ او لږ تر لږه ۴ ګیلاسه چې د یو لېتر معادل کېږي، اوبه وڅښئ. که څلور ګیلاسه په لومړیو کې نه شئ څښلی، له دوو يې پیل کړئ او ورو ورو د اوبو څښلو اندازه زیاته کړئ تر څو ۴ ګیلاسو ته ورسېږي.