آیفون کمپنۍ هر کال د سپټمبر په میاشت کې د آیفون لړۍ نوي ځيرک موبایلونه معرفي کوي، خو تېر کال د کرونا ویروس له امله د دغو ځیرکو موبایلونو د معرفي کېدو غونډه په بیا بیا ځلې وځنډول شوه. خو اوس افشا شويو معلوماتو کې ادعا شوې چې اپل کمپنۍ سږکال یو ځل بیا د سپټمبر په میاشت کې د آیفون۱۳ نوي ځیرک موبایلونه کاروونکو ته معرفي کوي. د دغو معلوماتو پر بنسټ، دغه ځیرک موبایلونه به د سپټمبر میاشتې منځنۍ لسیزه کې د یوې رسمي غونډې له لارې مینهوالو ته معرفي او د خرڅلاو نېټه به يې په ډاګه شي. اپل کمپنۍ به دا ځل هم د آیفون۱۳ لړۍ څلور ځیرک موبایلونه چې آیفون۱۳ میني، آیفون۱۳، آیفون۱۳ پرو او آیفون۱۳ پرو مکس نومول شوي دي، خرڅلاو ته وړاندې کړي. د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، آیفون۱۳ میني به ۵٫۴ انچه، آیفون۱۳ به ۶٫۱ انچه، آیفون۱۳ پرو به هم ۶٫۱ انچه او آیفون۱۳ پرو مکس به ۶٫۷ انچه مخپاڼه ولري.