زي ټي اي کمپنۍ خپل د اېکسون۳۰ لړۍ درې پیاوړي ځیرک موبایلونه چې اېکسون۳۰، ایکسون۳۰ پرو او اېکسون۳۰ الټرا نومول شوي دي، معرفي کړل. اېکسون۳۰ الټرا کې د کوالکام کمپنۍ تر ټولو پیاوړی پروسېسر، سنپ ډراګن۸۸۸، کارول شوی او ۸ یا ۱۲ ګېګابایټ رم او ۲۵۶ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې لري. زي ټي اي کمپنۍ د دغه ځیرک موبایل یوه ایلیټ بڼه هم جوړه کړې، چې ۱۶ ګېګابایټ رم او ۱ ټېرابایت (۱۰۰۰ ګېګابایټ) د فایل ثبتونې وړتیا لري. دغه ځیرک موبایل کې ۴۶۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ ورکړل شوې، چې له ۶۶ واټ چټک چارج څخه هم ملاتړ کوي. که کاروونکي وغواړي ۹۰ هرتز یا ۱۲۰ هرتز ریفرېش رېټ هم انتخابولی شي. شاتنۍ برخه کې څلور کامرې لري چې له دغو څلورو څخه درې کامرې يې ۶۴ مېګاپکسله وړتیا لرونکې کامرې دي. د اېکسون۳۰ الټرا ۸ ګېګابایټ رم لرونکې بڼې بیه ۴۷۰۰ یوان، د ۱۲ ګېګابایټ رم لرونکې بڼې بیه ۵۰۰۰ یوان او د ۱۶ ګېګابایټ رم او یو ټېرابایت فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه ۶۶۶۶ یوان ټاکل شوې ده.