تر دې دمه د ځیرکو موبایلونو تر ټولو پیاوړې کامره ۱۰۸ مېګاپکسله ده. دغه ۱۰۸ مېګاپکسله سېنسر د سامسُنګ کمپنۍ تولید دی او اوس دغه کمپنۍ غواړي چې ۲۰۰ مېګاپکسله وړتیا لرونکې کامره هم خرڅلاو ته وړاندې کړي. له همدې امله ډېر ژر به د نړۍ لومړنی ۲۰۰ مېګاپکسله کامره لرونکی ځیرک موبایل خرڅلاو ته وړاندې شي او دغه ځیرک موبایل به د سامسُنګ پر ځای د کومې چینایۍ کمپنۍ وي. له دې وړاندې هم شیاومي لومړنۍ کمپنۍ وه چې د سامسُنګ کمپنۍ ۱۰۸ مېګاپکسله کامره لرونکی ځیرک موبایل يې خرڅلاو ته وړاندې کړ. که څه هم ځینو راپورونو کې ادعا شوې چې د زي ټي اي کمپنۍ نوی اېکسون۳۰ به لومړنی ۲۰۰ مېګاپکسله کامره لرونکی ځیرک موبایل وي، خو شیاومي کمپنۍ هیله څرګنده کړې چې تر ټولو وړاندې به دوی ۲۰۰ مېګاپکسله کامره لرونکی ځیرک موبایل خرڅلاو ته وړاندې کړي. دغه کامره به د لوړ کیفیت لرونکو تصویرونو او ۸کې ریزلوشن لرونکو ویډیوګانو ثبتول اسانه کړي.