سعودي چارواکو پرون خبر ورکړ چې په لومړي ځل يې ۱۱ ميليارده ډالره پور اخيستی دی.
ریاض له هغه وروسته د دغه پور د اخيستو پرېکړه وکړه چې د ارامکو د تېلو د تولید د ستر شرکت د کارونو پیل یې وځنډول شو. د رسنيو په راپورونو کې ويل شوي چې دغه راپور د سعودي د شاهي نظام د اقتصادي پلانونو یوه برخه بلل کېږي.
د سعودي د عامه پانګونې صندوق د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دا لومړی ځل دی چې دغه هېواد دومره پور اخلي او دا یې د منځمهاله پور له لارې د پروژو د تمویل په برخه کې لومړنی ستراتېژیک ګام دی.
د دې ادارې مشر یاسر الرمایان ویلي چې د دغه پور په اخیستلو خوښ دي. دې ادارې مخکې د ارامکو شرکت ونډې عمومي بازار ته وړاندې کړې وې چې د سعودي د شاهي نظام اقتصادي تکیه د تېلو پر تولید کمه کړي.
په اصل کې په اقتصادي چارو کې دا بدلونونه د پاچا سلمان د ۲۰۳۰ د پلانونو یوه برخه ده چې غواړي په ټکنالوژۍ او د لویو ښارګوټو د جوړولو په پروژو باندې د پانګونې له لارې د خپل هېواد اقتصاد ښه کړي.
د سعودي د پانګونې اداره وايي پلان لري تر ۲۰۲۰ پورې خپله پانګه ۴۰۰ میلیاردو ډالرو ته ورسوي. دا مهال ۲۳۰ میلیارد ډالره لري.
په ۲۰۱۴ کال کې په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې را ولوېدې چې ورسره د سعودي عربستان اقتصاد ته هم زیان ورسېد. پاچا سلمان اوس هڅه کوي چې دسعودي اقتصادي تکیه پر تېلو کمه کړي.