سامسُنګ کمپنۍ غواړي نږدې راتلونکې کې د ګلکسي فولډ او ګلکسي زي فلېپ نوې او پرمختللې بڼې معرفي کړي. د یادونې ده چې تېرکال دغه ځیرک موبایلونه د کاروونکو له تود هرکلي سره مخ شول. که څه هم تر دې دمه څرګنده نه ده چې ګلکسي زي فولډ۳ او ګلکلسي زي فلېپ۳ به کله خرڅلاو ته وړاندې شي، خو بیا هم د دغو ځیرکو موبایلونو ډېر معلومات افشا شوي دي. افشا شویو معلوماتو کې ادعا شوې چې ګلکسي زي فولډ۳ به له اېس-پېن څخه ملاتړ کوي او د زي فلېپ۳ شاتنۍ کامرې په عمودي بڼه ورکړل شوې ده. د باوري سرچینو د راپورونو پر بنسټ، ګلکسي زي فولډ۳ به د مخپاڼې لاندې سیلفي کامره لرونکی لومړنی قاتېدونکې مخپاڼه لرونکی ځیرک موبایل وي. دا به د سامسُنګ کمپنۍ لومړنی ځیرک موبایل وي چې مخپاڼې لاندې کامره لرونکې ټکنالوژۍ سره خرڅلاو ته وړاندې کېږي. دغه ځیرک موبایل به شاتنۍ برخه کې درې کامرې ولري. ګلکسي زي فلېپ۳ شاتنۍ برخه کې هم یوه کوچنۍ مخپاڼه لري، څو کاروونکي د ځیرک موبایل له پرانیستلو پرته وکولی شي خپل تر لاسه شوي پیغامونه او ځینې نور مهم معلومات وویني.