د شیاومي کمپنۍ یو څانګه، رېډمي، غواړي خپل نوی ځیرک ساعت او رېډمي نوټ۱۰ اېس نومی ځیرک موبایل معرفي کړي. دغه ځیرک موبایل او ساعت به د مې په ۱۳مه کاروونکو ته معرفي شي. خو له دغې نېټې څخه وړاندې په فلېپ کارټ کې د رېډمي کمپنۍ د دغه ځیرک ساعت تصویرونه او ځینې ځانګړنې خپاره شول. د دغه ځیرک ساعت لپاره د فلېپ کارټ د ځانګړې شوې پاڼې د معلوماتو پر بنسټ، دغه ځیرک ساعت چې رېډمي واچ نومول شوی دی، به مربع ډوله ډیزاین او رنګه مخپاڼه ولري. د رېډمي واچ له لارې کاروونکي کولی شي ۱۱ مختلف ورزشونه او له امله يې سوځول شوې کالوري ردیابي کړي. دغه ځیرک ساعت به د خوب او زړه ضربان د څارلو وړتیا هم ولري. دې غونډه کې به رېډمي نوټ۱۰ اېس هم معرفي شي. دغه ځیرک موبایل به ۶۴ مېګاپکسله اصلي کامره او ورسره درې نورې کامرې هم ولري. رېډمي نوټ۱۰ اېس به د مېډیاټېک هېلیو جي۹۵ ډوله پروسېسر، سوپر امولېډ ډوله مخپاڼه او ۵۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ ولري. دغه ځیرک موبایل به له ۳۳ واټ چټک چارج څخه هم ملاتړ کوي.